افغانستان

د الچین پل په ویجاړېدو کندز ښار ته د طالبانو د ننوتو مخه ډب شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه په کندز ولایت کې د الچین پل ویجاړ شوی دی. نوموړي پل ۳۰۰ متره اوږدوالی درلود او شیرخان بندر، دشت ارچي، قلعه زال او امام صاحب ولسوالۍ يې له کندز ښار سره نښلولې.

د الچین پل په نړیدلو سره د یادو ولسوالیو او ښار ترمینځ لارې قطع شوې او طالبانو ته به ستونزمنه وي چې کندز ښار ته ننوځي.

دولت او طالبان د پل د ویجاړېدو په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي، طالبان وايي چې نوموړی پل تېره شپه د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ویجاړ شو، خو دولتي سرچینې د پل نړیدل د طالبانو کار بولي.

د کندز د والي ویاند «محمود دانش» ویلي چې طالبانو د منفجره موادو ډک موټر د الچین پل په سر منفجر او پل یې ونړاوه. نوموړی زیاتوي چې د الچین پل په نړیدو سره د کندز مرکز او څلورو ولسوالیو ترمینځ مواصلاتي لارې بندې شوې.

خو په داسې حال کې چې طالبان کندز ښار ته د ننوتو په هڅه کې دي، ښاغلي دانش نه دي ویلي چې د پل په نړیدو سره ولې طالبانو په خپل ځان کندز مرکز ته د ننوتو لاره بنده کړه.

طالبان د دولتي چارواکو څرګندونې په کلکه ردوي او وايي چې نوموړی پل امریکايي او دولتي ځواکونو په دې خاطر له مینځه وړی چې د کندز مرکز ته د طالبانو د داخلېدو مخه ډب کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې تیره شپه امریکايي الوتکو د هوايي بریدونو په نتیجه کې د الچین پل ویجاړ شو او د دوی په یوه مرکز کې ۳ طالبان هم وژل شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې امریکايي ځواکونو د «خپلو مزدورانو» په مشوره وغوښتل چې د دغه پل په خرابېدو سره د کندز مرکز پر لور د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي. نوموړي ویلي چې «د کابل په اداره کې مدغم د شر او فساد پخواني غړي د پلونو په نړولو کې ښه تجربه او کاري سابقه لري».

د کندز مرکز او څلور ولسوالیو ترمینځ مواصلاتي د الچین پل په داسې حال کې نړیږي چې د کندز ولایت د سقوط اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي او ګڼ دولتي چارواکي له ښاره د وتلو په هڅه کې دي. د کندز والي اسدالله عمرخېل ګواښ کړی چې که هر دولتي مامور د امنیتي تهدیداتو له کبله د کندز له مرکزه وتښتي، له خپلې دندې شړل کیږي او بیا په هیڅ دولتي اداره کې د کار اجازه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x