افغانستاننړۍ

د پاکستان سترې محکمې څخه د مهاجرینو د وخت تمدید غوښتنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان ستره محکمه کې یوه مدافع وکیل د مهاجرینو د وخت د تمدید لپاره تازه دعوه ثبت کړې ده.

ذوالفقار بهټه په دغه دعوه کې چې په ستره محکمه کې یې تازه ثبت کړې، ویلي چې پولیس، قانون نافذونکې ادارې او د قضا کارکوونکي باید د افغان مهاجرینو د ملکیتونو د پېرودلو څخه منع شي ځکه د ډار او مجبوریت له کبله ډیری افغانان په ډيرو کمو نرخونو خپلې ځمکې او کورونه خرڅوي.

مدافع وکیل بهټه ویلي چې د مهاجرینو په حق کې يې ځکه دعوه ثبت کړله چې ډیری ملګرو ورته ویلي چې د پولیسو او محاکمو ځېنو کارکوونکو لخوا د افغان مهاجرینو د ځورولو له کبله ډیری یې خپلې ځمکې، کورونه او موټر په ډيرو کمو نرخونو خرڅوي.

په دعوه کې له سترې محکمې غوښتنه شوې چې کوم افغان مهاجرینو چې په پاکستان کې يې تر ۲۰ میلیونه کلدارو یا تر دې زیاته پانګونه کړې د هغوی د پاتې کېدو وخت دې پنځه کاله نور تمدید شي.

پر دې سربېره له سترې محکمې غوښتنه شوې چې د هغه افغان مهاجرینو چې غیرمنقوله ملکیتونه لري او بیه يې لږ تر لږه ۱۰ میلیونه کلدارې وي په پاکستان کې د پاتې کېدو وخت دوه کاله نور تمدید شي.

همدا راز غوښتل شوي چې محکمه دې د پاکستان حکومت ته لارښونه وکړي څو د ثبت او ناثبتو افغان مهاجرینو د پاتې کېدو وخت تر ۲۰۱۷ پورې د تمدید شي.

یاد وکیل ویلي چې د مهاجرینو سره اوسنۍ رویه د یوه داسې هېواد په وړاندې نفرت پیدا کولای شي چا چې ۳۰ کاله د افغان مهاجرینو په خاطر قربانیانې ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x