غازي (لنډه کیسه) -شهید بشیراحمدریان

لیکوال- شهید بشیر احمد ریان

له نن څخه نهه کاله مخکې د شهید بشیر احمد ریان په قلم د هېواد د خپلواکۍ په ورځ د غازي تر عنوان لاندې لیکل شوې لنډه کیسه چې تر اوسه چېرته نشر شوې نه وه.

-وروره !

– څه دي ناهيدي؟

-سبا تبسم روان دي؟

– هو! تبسم ورور به سبا لاړشي ،آمير صاحب ورته دراتلو ويلي ؤ .

-نويده! تبسم ولي نه پوه کوي ،دلته يي په کور کې مور پريشانه وي ،يکي يوزوي يي دي ، دي هم زخمي ،زخمي وي ، آخر ولي دي په کور نه کښېنې ،پيسي لري، ښه کور لري ،وروره !هغه پوه کړه!

-ناهيد! هغه جهاد په ځان فرض بولي ، ماډير ورته وويل چي يواځي په تا خو جهاد نه دي فرض شوي ، بي شميره خلک دي ،هغوي ولي نه ځي،خو بس ده هغه يو شعار دي چي داسلام سرلوړي په لار کې تکليفونه ګالل زما دروح راحت دي.

ناهيد : وروره ! نو دي په دي نه پوهيږي چي دهمدي جنګ نتيجه اخر مرګ ده؟

نويد : ولي نه پوهيږي ، خو ده ته داسلام او وطن دننګ په لاره کې سر ورکول تر همدي ژوند ډير ښه ښکاري ،ماچي هغه دپلار غوښتنه ورته وړاندي کړه ،هغه پر ما وخندل ،دخبرو تر پايه يي سر ښوراؤ.

-کومه غوښتنه؟

– هغه چي پلار جان ورته په ولايت کې وظيفه پيدا کړي وه!

– عجيب سړي دي!دځان په هکله هيڅ وخت دچا درد نه احساسوي،دمور ،پلار او …

نويد غلي شو ،ناهيدې تر شونډو لاندي دعجيب ليوني او زما تبسم کليمي تکرارولي چي دخوب پرښتې ورته په خپلو نازکو ګوتو سترګې پټي کړي.

دلمر زرينې وړانګې دخونې غولې ته رالويدلي وي، بهر په ونو کې دمرغانو شور ماشور ؤ.

ناهيد له خوبه راکښيناستله ،سترګي يي وموښلي ، دبيګنې خوب په هکله يي چورتونه وهل.

مور يي ناري کړي :ناهيدي! راشه ،سباناري دي وکړه!
په منډه تشناب ته ولاړه ،لاس او مخ يي پريمينځل .

دپخوا په پرتله نن خندنې ښکارېده ، مور يي تري پوښتنه وکړه :

-لوري! بيګادي بيا څه خوب ليدلي ؟

-ولي موري ! داسي خاص کوم خوب خو مي نه ليد.

– نن خوښه او خندنې معلوميږي

– نه موري ! هميشه خندنې يم. ټولو وخندل.

له سباناري وروسته ولاړه شوه ، دکور په چارو بوخته شوه، کشر ورور يي په منډه کورته راغي په نويد پسې يي چغې کړي :

لالا! لالا!

-ها عابده څه خبره ده !

-لالا! دباندي تبسم ولاړ دي ،غواړي دي

نويد په بيړه څپلۍ په پښو کړي ،دباندي ور ووت.

– تبسمه وروره سلام! ستړي مشي !

-وعليکم سلام !خير يوسي .

– راځې کور ته!

– نه وروره مننه! روان يم ،دخداي په آمانۍ لپاره راغلي وم ،که خير ؤ په اته بجې روانيږم.

-وروره! دومره په بيړه.

– هو! اوس خبر راغي دلر کلي دملاصاحب کورته دښمنان ورغلي ؤ ، غوښتل يي بندي يي کړي ، خو دمسجدطالبانو او کليوالو مقاومت کړي ؤ، کليوال تر ډيره پوري دمقاومت توان نه لري، موږ يي مرسته ته غوښتې يو.

– نه اوس دغه دي چي دلر کلي دملک زوي زما پلار ته راغي ،هغه ويل چي جګړه ختمه شوه، څوښځې او ماشومان شهيدان شوي ، متجاوزينو خپلي قواوي بيرته بولي دي .

– ښه ! دخداي شکر دي ، چي هسي دوي تللي دي .

– راځه ،راځه اوس خونو بهانه هم نه لري .

نويد کور ته ننوتې ، تبسم هم ټوخي وکړ ،کورته پسې ننوت دميلمه کوټې ته ولاړ.

نويد له تبسم سره کښيناست ،عابد يي په چايو پسي واستاؤو.

– ښه تبسمه ! نوي خبر ؟

– ولا، زما سره خوکومه نوي نشته ،ته يي کوه!

– اوس خو جګړه تم شوه ، محاذ ته خو ژر نه ځي؟

– ځو! امير صاحب احوال راستولي دي ، دڅنګ دولسوالي په مرکز حمله کيږي، نو ځکه زموږ ډلګۍ هم هلته ورځي .

– تبسمه ! دايي تاسو ولسوالۍ نيولې ، تاسو يي بيا ساتلاي شي؟هسي ځانونه دمرګ غيږي ته ورکوي.

– نويده ! موږ دولسوالۍ په نيولو دښمنانو ته دا ورښکاره کوو چي موږ دومره زور لرو چي ولسوالۍ ونيسو ، داچي بيا به يي ساتو څرنګه ،هغه به بيا هغه وخت ګورو ، هسي هم داوطن بي له قربانيو څخه ازادي نه شي ترلاسه کولاي.

– ولي داکار دخبرو له لاري څخه نه کوي ،ولي دومره خلک شهيدانوي؟

– نويد جانه! زموږ لومړي هڅه داوه ، خو دښمنان دخپل زور په نشه کې دي ،هغوي خبرو ته نه دي تيار او داچي ولي شهيدان ورکوو، دا بايد ورکړو، ځکه هيڅ يو نظام که اسلامي وي او که غير اسلامي. بي له قربانيو څخه په پښو نشي دريداي ، ستاسو دجمهوريت دنظريي پلار ميکاولي به هم ويل :”ديوه سالم جمهوريت دراوستلو لپاره ، لومړي يو خونړى انقلاب ضروري دى!”

نويد سر کښته واچو،څه يي ونه ويل .

تبسم له چايو چيښلو وروسته دخداي په آمانۍ لپاره ودريد، نويد له څه کشمکش وروسته تر دروازي بدرګه کړ او په بيړه کورته لاړ ،ده ته يي يوجوړ شوي کالې په يوه غوټه کې تحفه ورکړل، تبسم هم له څه ټينګار وروسته واخستل .

نويد ورسره دغيږي خداي په آمانۍ وکړه او په غميګني موسکا سره يي رخصت کړ، ناهيد چي دتبسم له تللو خبره شوه ،بي اختياره يي غټي ،غټي توري سترګي له اوښکو څخه ډکې شوي، اوښکې دشبنم په څير وڅڅېدې ، نويد کور ته ننوت په غمجن نظر يي دي ته وکتل او خپل خوني ته ننوت.

تبسم له دوي څخه له تللو وروسته کور ته لاړ ، خپل تيار شوي بکس يي له کوټي څخه راواخيست، دګراني مور او پلار له درناوي پرځاي کولو وروسته يي خداي په آماني وکړه .

ګرانې مور يي دهمدي يکي ،يو زوي په تللوسړي ،سړي اوښکې توي کړي، خو نه يي غوښتل زوي يي اوښکې وويني او په سنګر کښې انديښمن شي ،زر يي دټيکري په څوکه اوښکې پاکې کړي ،د زوي تندي يي مچ کړ او رخصت يي ورکړ.

غازي تبسم له کوره ووت ،کښته ،پورته يي وکتل ، خپل کور او دناهيد دوي پوخ کور يي تر نظر تير کړل ، بي واره يي دذهن په پرده دپخوانيو وختونو فلم چلاند شو ،کوچنيوالي ، ځواني او بيا چي دي دلومړي ځل لپاره سنګر ته ولاړ ، په همغې ورځ دا له دولسم ټولګۍ څخه فارغه شوي وه، نويد چي دتبسم دوي همصنفي و اوس دانجنرۍ په پاکولته کې په زده کړو بوخت ؤ. هغه وخت چي ده په سنګر کي مرمۍ خوړلي ، نويد له انجنري پاکولتي سره ،سره دP.R.T په دفتر کې کار شروع کړ،بياهغه وخت چي مجاهدينو دP.R.T په دفتر حمله وکړه ،نويد يي نيولي ؤ، غوښتل يي دنورو دعبرت لپاره يي دقصابۍ په چاړه حلال کړي،خو تبسم تري وژغوره، بيا چي تبسم کله په زخمي حالت کي امريکايي ځواکونو ونيو، هلته يي د دوا او درمل په ځاي تعذبونه ورکول، خداي ورته دنويد په صورت کي يو ژغورونکئ راوستاؤ ،بيا چي دنويد پلار ده ته په ولايت کي دفرهنګې چارو رياست ورکاؤه او ده دځواب په ځاي يواځي په خندا اکتفا وکړه ،ده دهمدي دښمنانو په ضد څومره جهاد وکړ ،څومره زخمونه يي په بدن ومنل ،څومره تکليفونه يي برداشت کړل ، او دوي غوښتل دي بيا هم له همدي دښمنانو سره کار وکړي ! ددوي په اخلاص او ساده توب بيا موسکي شو.

سر يي وښوراوو ، دنژدي کلي په لور روان شو ،هلته له خپلو جهادي وروڼو سره دغرونو غيږي ته ولاړ.

دغرونو په مينځ کې ملګري کښيناستل ، له ځان سره راوړي غوښه يي پخه کړه ،ټولو په ګډه وخوړه ، له ډوډۍ خوړلو وروسته تبسم دنويد تحفه شوي غوټه خلاصه کړه،په منځ کي يي په وريښمن دسمال سترګې ولګيدي چي پکې کوچنې شي پيچل شوي ؤ،دسمال يي خلاص کړ ،په هغه کي خط ؤ، دخط په ويلو يي پيل وکړ ،په خط کې ليکلي ؤ:

” زما ګرانه تبسمه!

په لوي الله دي سپارم ،په داسي حال کي چي له سترګو مي اوښکې بهيږي، دا خط درته ليکم. ګرانه! ددي خط دهر ټکي له ليکلو سره تير وختونه او ستا تبسم را په ياديږي ، ستا په نظر زما او ستا لار هيڅکله سره يوه کېداي نشواې ، ځکه تا موږ دپردو غلامان او ځان دښمن بللو. خو ګرانه زه دخپل کورنۍ دفاع نه کوم او نه هم په همدي هکله څه ويل غواړم، زه داخط له تاسره دخپلي ميني دترجمانۍ لپاره ليکم ، ته زما دخوبونو او خيالونه هميشنۍ شهزاده وي او يي ،خو ګرانه تا کله هم ماته په مينه وکتل ، تا کله هم زه دخپل زړه شهزادګۍ وبللم ، ته يواځې په سنګر مين وي ، تا ته نوره هره مينه بي معنى ښکاريده، خو زه تا نه شم هيرولاي ،زه له تا نه، نه غواړم چي جهاد مه کوه، زه يواځي له تاڅخه دخپلي مينې خيرات غواړم ، يواځي يوه هيله “مامه هيروه!” نور دي په اوښلنو سلامونو بدرګه کوم ، دميني په پيدا کوونکي څښتن دي سپارم .

په سنګر کې ستادښه ژوندانه په هيله

ستا “ناهيد”

تبسم ته دخط لفظونه دناهيد سترګي ښکاريدې ،هغه ته اوس هم داسي ښکاريده لکه ناهيد چي په اوښلنو سترګو ده ته ګوري ، رښتيا هم! ګرانې ما ستا مينه دخداي او رسول تر ميني کته بلله !

له خولي يي بي اختياره ووتل : يا الله! دي ته دښه ژوند او ماته دسنګر دسړو او تودو دزغملو توان راکړي ،ستره ذاته! ما ته دنيکۍ اوجهادتوفيق راکړي ، ددې دژوند برخليک له هغه چاسره غوټه کړي چي دې ته په ژوند کې راحت ورکولاي شي ! ورو ،ورو يي په سترګو داوښکو پردي راغلي.

غازيان سهار له خوبه راکښينستل ،يوه غازي په زړه وړونکې غږ دالله ستر دي ،الله ستر دي کلمې تکرارولي ،له اودس او لمانځه وروسته مجاهدين په موټرسائيکلونو دسنګر په لور روان شول ، سنګر ته په ور رسيدو يي وليدل چي دنورو مجاهدينو له خوا ولسوالي محاصره ده،دوي ټولو هم دالله اکبر په لړزونکي چيغې سره دولسوالي په لوري دمرميو باران شروع کړ ، تر غرمي يي مقاومت وکړ ، غربيان دمرګ اوژوبلې په ليدو له ولسوالۍ څخه شاته شول ، مجاهدينوله فتحه وروسته خپل شهيدان او زخميان راټولول ، دزخميانو په ټولۍ کې تبسم هم وموندل شو په داسي حال کي چي په سختۍ سره يي ساه اخستله سر يي دملګري په زنګون کښيښود ، ملګري غوښتل ډاکټر راولي ،خو ده منع کړ ويي ويل :نه نور زه ډاکټر ته ضرورت نلرم ،ماته په بيړه يو کاغذ راکړه، ملګري له جيب څخه يو کاغذ ورکړ ده په خپلو وينو ليکل شروع کړل :

“ګرانې! داچي حوري راته انتظار کوي، نه شم کولاي ډير څه درته وليکم ،خو! ماستامينه دخداي او رسول له ميني څخه وروسته تر هري ميني لوړه بللي دي ، ګراني ! مابه هره ورځ ستا او ستا غوندي دباعصمتو پيغلو دعصمت ساتلو لپاره سبا کوله ، ګراني ! دنور څه دليکلو توان نه لرم خودشهادت په حال کې هم له تاڅخه يوازي يوه هيله لرم ، دراتلونکې ژوند لپاره يو نيک او مجاهد شخص وټاکه!

نور دي په يوازني ذات سپارم !

له مور سره مي کومک کوه!

والسلام ستا”تبسم”

غازي ملګري ته يي په سر باندي اشاره وکړه ،هغه خپل غوږ ده ته رانژدي کړ ، ده په خپ غږ وويل : ملګري ! داخط دنويد دوي کورته ورسوه!

سترګي يي پټي کړي ، ورو،ورو يي دلا اله الا الله محمدرسول الله کليمه تکراروله ،په همدې شيبوکې له دي فاني او بي وفا دنيا څخه دتل پاتې دنيا په لوري ولاړ .

انا لله وانا اليه راجعون

٢٨/اسد/١٣٨٦
د افغانستان د ازادۍ ورځ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د