ورزش

کرکیټ: په پنځوس اوریزه لوبه کي هندوستان اسټرالیا ته په 57 منډو ماتي وکړه

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د هندوستان په بنګلور ښار کي د اسټرالیا او هندوستان تر منځ وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه تر سره شول، چي د هندوستان په ګټه تمامه شول، او د کرکیټ په نړۍ کي ځیني مهم ریکاډونه په کښي جوړ شول.

د لوبي په پيل کي اسټرالیا د لوبي پچه وګټل، او لومړی یې د بیټنګ فیصله وکړه، چي ډیره ګرانه ورته تمامه شول، ځکه چي هندوستان په خپل وار 383 منډي جوړي کړې، او یوازي 6 تنه لوبغاړي یې وسوځېدل.

د هندوستان له خوا روهیت شرما په یوازي سر دوه سوه او نهه (209) منډي جوړي کړي، نوموړي شپاړس (16) شپږیږي، او 12 څلوریزي ووهلي، او هندوستان د لوبډلي مشر ایم ایس دهوني هم 62 منډي جوړي کړي، شیکر دهاون 60 او راینا 28 منډي جوړي کړي.

کله چي د اسټرالیا لوبغاړو لوبه پيل کړه، نو په لومړي سر کي ټاکل شوی هدف ته رسیدل بیخي ناشوني برېښیده، او خصوصا کله چي په لومړیو اورونو کي د اسټرالیا وکټونه وغورځېدل، خو د (ماکسویل) 60 منډو، د (فولکنر) 116 منډو، او د واټسن 49 منډو هغوی هدف ته ډیر نیژدې کړل.

اسټرالیا په جواب کي 326 منډي جوړي کړي، او ټول لوبغاړي یې په (45.1) اور کي وسوځېدل.

د لوبي په پای کي روهیت شرما غوره لوبغاړی ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x