نظرمحمد مطمئن، لیکوال او شناند

۳۰ لکه دښمنان/ مطمئن

نظرمحمد مطمئن

د پاکستان په ازادۍ کې افغانانو او ځانګړي ډول پښتنو پوره ونډه اخیستي ده، همدوی په لومړیو کرښو کې وو.

نږدې ۳۸ کلونه پاکستان کې افغانانو د مهاجرت ژوند درلود، اوس مهال هم نږدې دیرش لکه افغانان پاکستان کې مهاجر پاتي دي.

مګر په وروستیو وختونو کې په ساده ګۍ سره پاکستان همدا دیرش لکه افغان مهاجر + ددوی دوستان په ډیر لنډ وخت کې د ځان دښمنان جوړ کړل.

د تورخم دروازه یې د افغان مهاجرو پرمخ وتړله، اوس یې په بولدک کې د چمن دروازه وتړله. له دي هاخوا یې په خیر پښتونخوا کې ځینو افغانانو ته وویل چې د هندو بچیه خپل ملک ته ولاړ شئ.

موږ وایو چې افغان مهاجرته دي خپل هیواد ته د راتک زمینه په عزت کې برابره شي، نه داچې په بي عزتي سره له پاکستان څخه راشړل کیږي.

دا د هندو د بچې کلیمي کارولو زور به هغه وخت پاکستان ته معلوم شي چې یو څو نور کلونه هم په افغانستان کې د هند لاسوهنه او نفوذ جریان ولري، او پاکستان خپلې دښمنۍ ته له پښتون سره همداسي دوام ورکړي.

دا چې نریندرا مودي په بلوچستان کې د پاکستان اعمال د بشر ضد کړني ګڼي، او کرزی همدا خبره ورسره بدرګه کوي.

د امریکا کانګرس کې مودي ښه لابي مخکې لا کړي وه، هسي هم امریکایان رشوت خواره دي، او مودي د هند ډیري روپۍ د رشوت په توګه هلته مصرف کړي چې د پاکستان ضد ذهنیت جوړ کړي. آیا په دغسي حالت کې پاکستان ته په کار ده چې د مهاجرو سره بد چلند وکړي، او هغوی ته ووايې چې هندوان وئ او هندوان شوئ. ځئ لاړ شئ د هندو بچیانو.

د هندو بچی هغه څوک دي چې د هندو له نسل څخه وي، افغانان هیڅکله د هندو له نسل څخه نه دي. پنجاب دي پرخپلو تګلارو تجدید نظر وکړي. د رستم شاه مومند په خوله ځکه څوک نه کوي، چې همدا د خیبر پښتونخوا پښتانه دي چې مهاجر افغان تکلیف کوي، او د هندو بچی ورته وایې.

که د جلال اباد او کنړ خلک مو نه خوښیږي، نو بیا مو د خپل بابا پاچاخان له مړي او قبر څخه وشرمیږئ چې په جلال اباد کې پروت دی، او د خپلو پښتونو په منځ کې خوشاله دی.

زموږ ګیله د لاهور او اسلام اباد څخه نه کیږي، ګیله له هغه چا لرو چې مورنۍ ژبه یې پښو ده، خو افغان مهاجر ته په اردو خبرې کوي او لوټ کوي یې، ګیله له هغو پښتنو مشرانو ده چې هر وخت یې د افغانستان د حکومتونو څخه امتیازات اخیستي دي، او په ټوله کې مو ګیله د خیبرپښتونخوا له پښتنو څخه ده، چې ولي د پنجاب تر تاثیر لاندي دومره راغلي چې خپل پښتون ورور ته وايې چې د هندو بچیه. سخت کلیمات دي، ددي حساب کتاب به هم همدومره سخت وي.

په تاریخ کې د ترخې ژبې کارول جبران سخت وي، پاکستان په لوی لاس په لکونو د ببرک ځدراڼ د تاریخ نوي کوونکی زیږوي.

سمه ده چې امریکا پاکستان ته اړتیا لري، مګر افغان قوم سره د پاکستان دا ډول چلند به د دواړو هیوادو اړیکې نوري هم ترینګلي کړي.

که د غني د تګلارو له مخې له افغان مهاجرو سره د پاکستان دا ناوړه چلند وي، نو غني خو چې کله یې وخت پوره شو، امریکا ته ځي، کورنۍ يې امریکا کي ده، ولي پښتون قوم به تر هغه د ډیورنډ لیکې دواړو لورو ته پروت وي، تر څو چې دا جهان وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

انجینر صاحب ، ستاسی یادونی مهمی مګر له هغه چا توقع لری چه څو نسله د همدی شرایطو د باره روزل شوی او تمویل شوی ، پاکستان د انګریزانو خاوره په دومره توپیر چه حکومتی چارواکی یی د سرو اورمیږو او شنو سترګو په ځای نصواری مخونه او خړی ستړی ګی لری او ځینی یی لکه غفارخان او کورنی یی چه سره اورږمیږونه لری تاسی یی ورسره ګز کړی او ډی ان ای یی په تله کړی چه د انګریزانو او که د روسانو ده . انګریزان په شیطانت کی د نړی ځانګړی شیطان قوم دی د هغو سره یو… نور لوستل »