ادبي لیکني

د نښتر مشاعرې په يوولسمه کليزه کې !

ليکوال : اسدالله غيرت / پکتيا

کله چې په ولسوالۍ کې اوسيدم ، د فيسبوک له لارې به مې د پکتيا د مدني فعالانو او ژورناليستانو تر مينځ کشمکشونه ، د يوبل نه زغمل ، توهين او سپکوی ، يو بل ته له مستعارو اکاونټونو کنځل او … نور ډير داسې څه ليدل او لوستل چې انسانيت ترې شرميده .

له خپل مشر ورور سره به مې هميشه په دې لنجه وه ، چې ولې هر وخت له يو شمير فرهنګي ملګرو سره په جنجال کې وي ، ددې با وجود چې ورور مې د جنجالونو په برخه کې قناعت لرونکي دليلونه لرل ، بيا هم له ورورسره په دې کار کې تر پايه مخالف پاتې شوم .

کله چې له ولسوالۍ څخه مرکز ګرديز ته راغلم ، لومړۍ پريکړه مې دا وه چې له هر چا سره ، په ځانګړې توګه له فرهنګي طبقې سره تر پايه ښه وخت تير کړم او د چا زړه ته د نوک هومره ازار هم ونه رسوم ، د همدې ارمان د پوره کيدو لپاره مې د فرهنګي ملګرو په ډيرو نيمګړتياوو او حقيقتونو سترګې پټې کړې ، زما لخوا د داسې کارونو ترسره کول ددې لپاره نه وو چې ګواکې زه مې فرهنګي ملګرو ته اړ يم او يا چپړوسي ورته کوم ، د انسانيت تقاضا او زما غوښتنه وه .

کله چې څو اونۍ وړاندې د پکتيا په مرکز ګرديز کې د نښتر د دوديزې مشاعرې د يوولسمې کليزې نمنځغونډې اراده وشوه ، د مشاعرې د جوړيدو کمسيون وټاکل شو ، چې د هماغه کمسيون د غړو له ډلې يې يو زه هم وم ، چې د خپلو دوو نورو ملګرو سره يو ځای د فرهنګي چارو د پرمخ بيولو مسوليت را وسپارل شو

خپلې چارې مو د پلان مطابق په ښه شان پر مخ يوړې ، بلاخره د مشاعرې د ترسره کيدو ورځ را ورسيده ، د کمسيون د پريکړې له مخې چې د کمسيون غړي به د ميلمنو د درناوي لپاره د تالار په دروازه او لار کې ودريږي ، هماغسې مې وکړل خو د کمسيون د غړي داود تپان لخوا څو وارې کس را وليږل شو ، چې زه هلته کرار کينم او دروازه او د ميلمنو د راتګ لاره تپان او د هغه د خوښې ملګرو ته په دې خاطر پريږدم چې ، خلکو ته وښايي چې د مشاعرې د ترتيب او تنظيم وياړ دوی په غاړه لري او نور په پکتيا کې هيڅوک داسې نشته چې داسې واړه واړه کارونه پر مخ بوځي ، ددې په خاطر چې د تپان ارمان پوره شوی وي ، هماغسې مې وکړل ، تر پايه د يو نندارچي په توګه د مشاعرې په جوړ شوي محفل کې پاتې شوم .

کله چې د نښتر د عزل شپه را ورسيده ، د ميلمنو لپاره د ماخوستن د ډوډې ميلمستيا چې د ولايت مقام لخوا برابره شوی وه د غونډې د کمسيون پريکړه په دې ډول وه چې د د هوټل د ډوډې کارتونه به د کمسيون ټولو غړو ته ددې په خاطر ورکول کيږي چې ټول راغلي ميلمنه له ډوډې خوړلو پاتې نه شي ، خو له بده مرغه چې د هوټل د ډوډۍ کارتونه يوازې تپان له ځانه سره وساتل او هغه څوک چې خوند به يې ورکاوه ، هغه ته به يې کارت ورکاوه خو هغه څوک چې خوند يې نه ورکاوه د هوټل له دروازې بيرته کورونو ته ستانه شول او د لرې سيمو خلک ځینې پکتياوالو وروڼو د ډوډې لپاره خپلو کورونو ته بوتلل .

د غونډې د کمسيون لخوا پريکړه شوی وه چې د غزل شپې لپاره به دوه ويندويان چې يو به يې د پکتيا او بل به يې د بل ولايت ميلمه وي ، د فرهنګي کميټې لخوا ټاکل کيږي ، خو ددې پر ځای چې له فرهنګي کميټې سره مشوره وشی ، په خپل سر دوه کسان چې دواړه د نورو ولايتونو خلک وو ، د ويندويې لپاره د تپان لخوا وټاکل شول .

د تپان لخوا يو ورور ته دنده وسپارل شوه چې د شاعرانو ليست تکميل کړي او ويندويانو ته يې وسپاري ، ما هم ددې په خاطر چې خپل يو نوی شعر مې ګډونوالو ته ووايم ، د شاعرانو په ليست کې مې ، نوم وليکه ، د غزل شپه روانه وه بيلا بيل شاعران او ځينې نور خلک چې ، چا يې خپل او چا يې پردي شعرونه راوړي وو ويل .

زه هم هغې شيبې ته په تمه وم چې اوس به وياند زما نوم اخلي او زه به ګډونوالو ته خپل نوی شعر وايم ، خو تر پايه د وياند لخوا ما او زما يو شمير ملګرو ته د شعر بلنه رانه کړل شوه ، وروسته مې مې يو څو ملګرو ته وويل چې داسې ولې کيږي ، خو د هغو ځواب دا وه چې ته او ملګرې مو انتظار وکړی ، وار درسيږي ، د غزل شپه وروستيو شيبو ته نيږدې وه ، خو د غزل ويلو وار ما او زما ملګرو ته رانکړل شو ، وروسته تپان ته ورغلم هغه ته مې وويل ، تپان وياند ته زما پر وړاندې د شعر ويلو غږ وکړ ، خو زه چې ترې ايخوا شوم بيا يې وياند ته د وار نه راکولو په موخه سترګه وواهله ، چې د غزل شپې تر پايه چا زما او زما ملګرو ته وار رانکړ ، بلاخره له تالاره راووتم ، او کور ته په ډک زړه راستون شوم .

لوستونکو شايد تاسو ته تر هر څه لومړۍ دغه پوښتنه پيدا شوي وي چې ، زه د کمسيون غړی وم ، په خپله مې ولې ويندويانو ته د شعر ويلو څه نه ويل ؟

خو ددې پوښتنې په ځواب کې ليکم چې هيڅکله نه غواړم چې د غونډې پر وخت ويندويانو ته مزاحمت وکړم او د نورو په څير فرمايشات ورته وړاندې کړم او بله خبره دا چې ما د يو شمير فرهنګي ملګرو څخه د داسې راذلت تمه هيڅکله نه کوله .

تاسو ته به ممکن دا پوښتنې هم پيدا شوي وي چې پورته وړې وړې خبرې کله د ويلو دي او ددې وړو خبرو څخه دومره لويه خبره جوړول څه مانا ؟؟

ممکن تاسو فکر کړی وي ، چې زه په غونډه کې د شعر ويلو او شهرت وږی يم ؟

خو نه ، زما د پورته خبرو څخه موخه داده چې ما ته مې د پکتيا د يو شمير فرهنګي ملګرو راذلت ثابت شو ، ما ومنله چې په پکتيا کې يو شمير فرهنګيان د زغملو هنر نلري ، دوی داسې فکر کوي چې په پکتيا کې يوازې دوی دي چې د پکتيا سر تړي او نوره پکتيا ميراته ده .

ما ته ثابته شوه چې زما ورور چې له يو شمير فرهنګيانو سره به مدام په لنجو کې ښکيل وو ، هغه په حقه وو ، هغه له داسې خالاتو سره مخ شوی وو ، هغه ليدلي وو چې د يو شمير پکتياوالو فرهنګيانو د راذلت ، ځان غوښتنې ، ځان ښودنې او …. کچه بيخي زياته ده ، هغوی نه غواړي چې له دوی پرته دې په پکتيا کې بل څوک د فرهنګي په نوم خلک وپيژني ، هغوی نه غواړي چې بل پکتياوال ورور دې د شعر او ليکوالۍ په ډګر کې هيوادوال وپيژني او رشد دې وکړي .

ما ته ثابته شوه چې دلته له يو شمير فرهنګيانو سره له انسانيت او سړيتوب څخه کار اخستل ستر حماقت او خرتوب دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زمونږ د هیواد د دغه بحرانی او بګنونکو شرایطو او د اسلامی څیړنو له مخی : اسلام کی هغه شعرونه ( چه هغوی کی دروغ ، افراط او تفریط نه وی د خلکو د سمون او اصلاح سبب کیږی یا د شرایطو له مخی د خلکو په زړونو کی د فساد او اشغال په مقابل کی د پاڅونو سبب شی او داسی نور ) د منلو وړ مګر کوم ضروری څه نه دی که وی په دغو شرایطو ښه او که نه څه اړتیا ورته نشته ،هماغه څه کولی شی په ساده الفاظو او کم وخت کی دخلکو به ژبه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x