افغانستان

هلمند : لشکرګاه ته ۳۰۰ امريکايي سرتيري رسېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۵ل):د هلمند دوالي وياند عمر ځواک وايي د ولايت مرکز لشکرګاه ته سلګونه امريکايي سرتيري د جګړې کابو کولو په موخه راغلي.

نوموړي د راغلو سرتيري کره شمېره نه ده په ډاګه کړې خو ځينو سرچينو د يادو امريکايي سرتيرو شمېر شاوخوا ۳۰۰ تنه ښودلی.

امريکايي سرتيري په داسي حال کې ياد ولايت ته را ستنېږي چې مرکز يې د طالبانو له لوري محاصره او شاوخوا ټولي لاري يې بندي کړي.

چارواکي وايي امريکايي سرتيري به د مرکز تر څنګ په شاوخوا ځينو ولسواليو کې له افغان امنيتي سرتيرو سره ګډ عمليات تر سره کړي.

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي : داچې وړاندي هم په هملند کې امريکايي سرتيري مېشت وو او د امنيت په ټېنګښت کې يې د پام وړ څه نه وو کړي دا ځل هم د امنيت په ټينګښت کې د مثبت ګام اخيستو تمه نه شي ترې کېدای.

د کارپوهانو په اند امنيت تر هغو په هلمند کې نه شي ټينګېدای تر څو د امنيتي سرتيرو په ليکو کې بشپړ اصلاحات نه وي راغلي.

هلمند ته د طالبانو والي وړاندي په يوه مرکه کې ويلي چې بهرني ځواکونه له لويه سره وتلي نه دي او دا هسي د حکومت تبليغات دي چې وايي امريکايان لشکرګاه ته راغلي ، دوی لا له وړاندي همدلته موجود وو.

ورته لیکنې

Back to top button