د حکومت پوځي او اداري دغه کړکیچن وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې هغه له داخل نه په تدریجي ډول سقوط ته د ورنیږدي کیدوپه حال کې دی.

که د حکومت تر سقوط وړاندې کندوز یوځل بیا سقوط کوي …

نن ټکی اسيا سرمقاله : داسې ښکاري چې د طالبانو په لاس د کندوز د سقوط د لومړۍ کلیزې په رارسیدو سره هغوی بیا غواړي دا ښار تر خپل تسلط لاندې راولي.

حكومت د دې په ځای چې د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط د مخنیوي لپاره بیړني احضارات او تدابیر ونیسي په خپل منځي اختلافاتو کې لا سر ګرم دی.

د داخلي اختلافاتو ترڅنګ بل هغه جدي خطر چې حکومت ګواښي هغه اداري فساد دی چې هم يې په نړیواله کچه د حکومت وجاهت زیانمن کړی او هم يې هغه له سختو ننګونو سره مخ کړی.

د رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د دفاع وزارت ۱۵۰۰۰ منسوبینو له تیرو دریو میاشتو راهیسې خپل معاشونه او وظیفوي استحقاقات نه دي اخیستي.

همداراز له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې میشت د ملي اردو ځواکونه ټول د پوځي مهماتو او لوجیستیکي امکاناتو له نشتون څخه سر ټکوي او د ولسوالیو د سقوط اساسي لامل همدا بولي.

په داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت له نړیوالې ټولنې او همداراز واشنګټن څخه د ملي اردو د پوځي اکمال او تجهیز لپاره په زرګونو میلیونه ډالر ترلاسه کوي خو لیدل کیږي چې دا ټول مالي امکانات په حکومت کې د شته درغلي او فساد له وجې په بهرکې د حکومتي مفسدینو مالي اکاونټونو ته ځي او د هیواد په داخل کې افغان سرتیري په تش لاس د جګړې لیکو ته لیږل کیږي ترڅوهلته په بیرحمۍ سره ووژل شي.

د حکومت پوځي او اداري دغه کړکیچن وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې هغه له داخل نه په تدریجي ډول سقوط ته د ورنیږدي کیدوپه حال کې دی.

ځکه په امنیتي لحاظ لیدل کیږي چې مهمې سیمې او ولسوالۍ یو په بل پسي د دوي له واکه وځي او د ولایتونو په مرکزونو باندې د طالبانو له لوري د محاصرې کړۍ راتنګیږي.

د هیواد له سرحدي سیمو څخه د ګاونډي هیواد پاکستان پوځي څرخکه له پوځي عملې او پوځي تجهیزاتو سره د لوګر ولایت ترازرې ولسوالۍ پوري رارسیږي، حکومت هغه وخت ترې خبریږي چې کله څرخکه بیړنۍ ناسته کوي او بیا د همدې څرخکې د عملې د ژغورنې غوښتنه هم د رسمي حکومت په ځای د امریکايي ځواکونو له قومندان څخه کیږي.

همداراز د څرخکې د عملې موضوع چې پوره یوه اونۍ په افغانستان کې پاتي کیږي د پاکستان د حکومت لخوا د سیمې له محلې خلګو سره مطرح کیږي چې بالاخره هغوی روغ رمټ خپل هیواد ته سپارل کیږي او د افغانستان حکومت له ټوله جریانه صرف نظر ساتل کیږي.

په دغسي یوه بیواکه او بي ثباته وضعیت کې که کندوز یو ځل بیا سقوط کوي ، که د دولتي منسوبینو معاشات حیف ومیل کیږي ، که په سلګونو د ملي اردو سرتیري په تش لاس د جګړې په کرښو کې پریښودل کیږي او که هیواد له هرډول بحران سره مخ کیږي د مسؤلیت پړه یې هیڅوک ځانته نه راحع کوي.

پورتنۍ ناخوالې ټولې د دې ښکارندوې دي چې په افغانستان کې د واک اصلي اختیار له ولسمشر اشرف غني پرته د بل چا په لاس کې دی او هغوی قصدا غواړي د حکومت له همدي بیواکه وضعیت څخه یواځې د خپلو مصالحو د تحقق لپاره استفاده وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د