نظــر

یوازې دې افغان لیکوال وګوري

34دادی له امریکا يی اشغاله  څه دپا سه یو ه لسیزه تیره شوه، چي زموږ هیواد وال داشغالګرو او دهغوئ دلاسپوڅو له ډول ډول  ظلمونو سره مخامخ دي ، نه مو قران په  امن کي دي نه مسجد ،نه  مو ځوان خوندي دی  نه سپین ږيری  ،نه مو ښځه په امن کي ده او نه نر، هو !نژدې هره ورځ زموږ پتمنې میرمنې او عزتمن سپین روبي دحیوان صفته اشغالګرو عسکرو له وحشت نه کړیږي

، داسي شپه به نه وي سبا شوې چي زموږپه کلو او بانډو کي دي دبې دفاع ولسي وګړو ګڼ شمیر کورونه ددحشیانو دشپنیزو عملیاتو تریرغل او تاړاک لاندې نه وي راغلي ،هر کور لټ په لټ اړول شوی او په ډیر وحشانه ډول او سپکونکی بی عزتۍ سره تلاشی  شوی نه وي، دنیوزویک مجلي دیوې سر وې له مخي  امریکا یان او دهغوۍملګري  په یوه شواروز کي له سلو  نیولي تر دووسووپوري دهیواد په بیلا بیلوسیموکي چي زیاتې يې کلیوالي سیمې دي په شپه او ورځ کی چاپې اچوي ،چې کله دوی پر کوم کلي چاپه اچوي کورونوته په ډیر وحشیانه ډول بې له اجازې ننوزي ،او بیا دکلي ټول خلګ پر یوه ځای له تړلو وروسته راټولوي ،او په ډیر خلاص لاس سره دکورونو پلټنه  په ساعتونو ساعتونوکوي او دپلتڼي پر مهال ددرواز واوصندوقونوماتول خو یو معمولي خبره ده او بیا وروسته يي چی څوک خوښ شو هغه یا له ځان سره وړي اویايی په دې ځای کي دقريبانو په مخ کي په ډیره وحشانه بڼه سره په شها دت رسوي  ،چي ددې غمجنو اودردونکوصحنو موږ او تاسو ټول شاهد ان یو .خیر داخو دښمن دی دهمدې لپاره راغلی دی موږ هم  دګلانو هیله نه ورڅخه لرو ،پوښتنه  ،ګیله   اومایوسي دلته پیدا شي چي اخر داځیني لیکولان  چی په ښکاره له ولس سره دخواخوږۍ ډبرې پرسینه ماتوي،دداسي ظالمانه اوکرغیړنو کړنو په اړه ولي چوپ  پا تي دي؟

ولي يې ددې یرغلګرواوشغالګرو په مخالفت کي ، په پوره میاشت کي  څه ،پوره کال کي اوان په ټول عمرکي یوه لیکنه هم نه تر ستر ګو کيږي ؟ اخر دا کوم مصلحت او کوم حکمت دی ؟چي ددوی شونډیې ګنډلي او قلمونه يی ور زولانه کړي دي ،ایادوی  تراوسه لا نه دي پوی شوي  ؟اوکه په ځیګر کي دمسلمان زړه اوپه رګونو کي دیوبااحساسه افغان وینه نه لري ،دوی تر او سه په دې نه دي پوی شوي چي زموږ داتاریخي دښمن له موږ نه څه غواړي ؟او زموږ له  پوره اسلامي اوافغاني تشخص، وقار او آن دیوه ناپېیلي پر ازادۍ مین او غیور ولس په بڼه زموږ له شتون سره څومره ژورحساسیت لري ….؟خو  په ډیر تا سف سره چي داښاغلي بیا  بالعکس دیوه مسلمان مجاهداویا مطلق افغان په اړه که هغه افغان له هر چا اوهر فکر سره اړیکه لري    ډیر ژر بي له کومي پلټني اوشواهدو ،داسی له حقایقو لري   ،له عقدو او احسا ساتو ډکه  یوطرفه لیکنه وکړي چي  سړی حیران کړي ،له داډول موضوعاتو چي په اړه يې له بده مرغه بیخي سرچپه ا وعقديي لیکني وشوي  یوه هم په دې تېر لنډ وخت کي دپارلمان دوکیلې فريبا احمدي تښتونه وه ،چي دې ښاغلو په ډیر شد اومد او ډیر بې باکانه ډول سره پر طالبانو  داتور پوري کړ ،چی ګوا کي طالبانو دخپلو  سیا سي موخو لپاره  په افغانستان کي دښځو تښتوني  دنوي کلتور دروازه خلاصه کړه ، په داسي حال کي چي ورته اقدام ډیر مخکی دکرزي داستخباراتو له  لوري زموږ دپنځو خوندو او له هغوی سره دماشومانو په برمته کولو سره شوی وو،چی ددوی له جملې نه زموږ یوه خور چي دغزنی ولایت دناوي ولسوالۍ اوسیدونکي وه له خپل اتیا کلن خسر سره کابل ته دماشو م دزیږېدني او عملیاتو په موخه وړل شوي وه ،چی داستخباراتو له خوا دواړه په دی تور ونیول شول چي ګواکي تاسو دطالب دکورنۍ غړي یاست  او له یو کال نه زیا ته موده يی په زندان کي وساتله ،اوداسی دانوري څلور میرمني  هم په همدی تورونو نیول شوې اوتهدیدشوې وي .طالبانو دخپلو خوندو دخلاصولو لپاره هر ډول مرکي او له بیلا بیلو لاروڅخه هڅي وکړي خو هیڅ نتیجه یی ور نه کړه ،نومجبوره شول چي ورته اقدام يی وکړ،له نیکه مرغه  زموږ داخبري خپله پریبا احمدی هغه مهال تایدکړلي چي زموږ دپنځو خوندواوماشومانو  په بدل کي راخلاصه شوه ،او په غزني کي يی دیوي ازادې خبري ناستې په ترڅ کي  له طالبانو څخه دمنني ترڅنګ خپل دغه نیک تا ثرات  داوښکو په بدرګه ولس ته وړاندي کړل، هغې دمطبوعاتي کانفرانس په تر څ کې دا ومنله چي دا دپنځو ښځو او ګڼو ماشو مانو په عوض کې تبادله شوې ده  . هو!دپریبا دې کانفرانس  هغه ناویلي حقایق ټول راڅرګند کړل چي مزدور دولت اولاسپوڅواجرانو يي د ولس له ستر ګو پټ ساتلي وو،او داهم ښکاره شوه چی  دښځو دتښتوني دکلتور دروازه چا خلاصه کړه او چايی بنسټ کېښود    .     داډول دتیر لوی اختر په ورځ دلوګر والي ارسلا جمال په مسجد کي ديوې چاودني له کبله  مړشو ،چي یو ځل بیا دې ښاغلو بی له کوم دلیل او شواهدو، په همغه لومړيو شېبو کی دجمال  دمرګ پړه پر طالبانو   ور واړه وله  ،او څوشپي اوورځی يې ښه په خرپ دیو طرفه قضاوتونو په کولو اوليکلواوپه دروغجنې خوا خوږۍسره خپلې نه سړیدونکي عقدی ښکاره کړي ، په داسي حال کي چی یادې پيښې مسولیت طالبانو وانه خیست .

  بله دردونکي پېښه چي دایو ه اوونۍمخکي پېښه شوه ،دغزني داندړو په ولسوالۍ کي دواده پر موټر دماین چاودنه وه ،چی په رښتیاه  هم ډیره دردوونکي وه ،دي ښاغلو!؟ بیا دخپل پخواني عادت له مخي،  په همغه اولو شېبو کي دداخلي او خارجي استخباراتي کړیو په تقلید په پټو ستر ګو ډنډورې پیل کړی ،چي داچاودنه طالبانو وکړه  په داسي حال کي ،چی دطالبانو ویاند داخبره په بار بار ردکړه او هر ځل يي ویلي دي ،چي داډول چاودني امریکایان دداخلي اوخارجي استخباراتو  په مټ دمجاهدینو دبدنامولواو منزوي کولولپاره کوي ،خو دوی نه منله  او ټولو په شعوري اوغیري شعوري ډول  له حده زیاته خوا خوږی وښودله ، موږ دا نه وایو چي د داډول  اعمالو غندنه دي نه کیږي او داسي موضوعات دي نه مطرح کیږي بلکې زموږ دقلم اوپوهي خاوندان باید تر بل هرچا ډیر دخپل ولس  له حقوقو څخه په اګاهانه ډول  دفاع  وکړي ،ځکه همدا ددې زوریدلي ولس حق دی ،چي باید دهغوی اواز پورته کړای شي ،اوداهم نه وایو،چي دوی دې ټول طالبان شي ،اویا دي دطالب  په اړه منفي لیکنه نه کوي ،خو داضرور ویلای شو، چي په هره شېبه کي چي  دغربي دیموکراسي په نامه یا دبیان دازادي په نامه زموږ پر اسلامي اوملي نوامیسو اوافغاني کلتورباندي بربنډ تيری کيږي  ،او هره ورځ زموږ په سوونو بي ګنا ه هیوادوال په مرګ،وهلو ،زنداني ، کولو او تر ښځو پوري په بې عزتۍ سره ددې اشغالګرو لخوا تهدیديږی ، خو بیا هم داله احساسه ډک لیکوالان!!!او دمظلوم ولس له غمه مړه روشنفکران!!!هیڅ سر نه خلاصوي ته به وايي چي هیڅ هم نه دي پیښ شوي ،نو له همدي کبله له سړي سره سوال پیداشي چي داډول لیکوالان، یاخو اخستل شوي اجران دي ،اویا نور دوی هم دخپلوبادارانو په څیر ،زموږ ټولو اسلامي ،ملي اوافغاني ارزښتونو ته په ّهیڅ هم نه دي قایل   زما په فکر ددومره لويی فاجعي په وړاندي، داډول ظالمانه خاموشي  او یواړخیز قضاوت ، به موږ نور هم سره لري کړي  ،او یو پر بل مو باور اواعتماد نو ر هم  له منځه لاړ شي ،په داسي حال کي ،چی موږ دیوي عقیدي یوه کلتور او یوه هیواد خلګ یو ،موږ ددې پر ځای چي دښمنان مو دخپلو ناروا موخو لپاره سره جلا کړي ، نژدی کیدلو او ډایلاک ته ضرورت لرو،  نو راځئ چي هر ه پريکړه اوهره لیکنه داسلام اودهیواد داستقلال اوښیرازۍ  لپاره  له هر ډول عقدي او کرکي څخه پاکه وکړو تر څو سره نژدي شو      .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x