نظــر

د اسلامي امارت دمطبوعاتي بريا راز

shahamat movieد روانې صليبي جګړې له پيل راهيسې صليب او غلامانو يې څو ځله د نظامي جګړې ترڅنګ په مطبوعاتي جګړه کې هم په خپله ماته او داسلامي امارت په بريا اعتراف کړی. اوس پوښتنه دا ده چې ولې يرغلګره امريکا او اجيران يې په مطبوعاتي ډګر کې هم له شرموونکې ماتې سره مخ دي؟

سره له دې چې د نظامي جګړې په څير صليبيان په مطبوعاتي جګړه کې هم بې شماره پرمختللي مطبوعاتي وسائل په لاس کې لري، په سلهاوو تلويزوني کانالونه، راډيويې خپرونې، انټرنيټ پاڼې، ورځپاڼې، مجلاوې، او په زرهاوو روزل شوي او کرايه کړل شوي لوډسپيکرونه.

ولې امريکايانو فرهنګي ډګر بايلود حال دا چې دوی خو پريمانه ماديات او امکانات په لاس کې لري؟

ولې دوی خپل ميډيايې ستړياوې بې ګټې بولي او له خپلو کړنو څخه مايوسه دي، حال دا چې دوی خو په مجاهدينو پسې ګڼ شمير تهمتونه، بهتانونه، افتراوې او پروپاګند وتړل او دهغوی په ضد يې حتی له درواغجنو تبليغاتو صرفه ونکړه؟

ولې دوی داسلامي امارت مطبوعاتي مبارزه مؤثره او اغيزمنه بولي حال دا چې د اسلامي امارت شته مطبوعاتي امکانات ددوی د وسائلو په وړاندې له نيست سره برابر دي؟

ولې دوی په تبليغاتي جګړه کې اسلامي امارت بريمن بولي حال دا چې دوی په ډيره بې غيرتی د اسلامي امارت دمطبوعاتي فعاليت حق سلب کړی؟ دوی نه غواړي چې داسلامي امارت برحقه داعيه نړی ته ورسيږي، دوی خو غواړي خلک په تيارو کې وساتي ترڅو يې د حق غږ تر غوږو نشي، ځکه خو له يو چا سره دمجاهدينو مربوط نشراتي موادو وجود هم جرم بولي او دوژلو او نيولو مستحق يې بولي.

هوکې! زموږ ږغ زيات تاثير او اغيز لري او بايد چې ويې لري ځکه موږ په حقه يو.

هوکې! د وسائلو دنشتوالي او کمبوت سره سره موږ په تاسې برلاسي يو ځکه له موږ سره لوی الله جل جلاله مل دی.

تاسې که هر څومره زموږ دږغ دکرارولو هڅه وکړئ، زموږ په نشراتو بنديز ولګوئ، زموږ پاڼه هيګ کړئ، په موږ پسې زهرجن درواغجن تبليغات وکړئ، موږ په شهادت ورسوئ، بند ته مو واچوئ موږ نه حوصله له لاسه ورکوو او نه مايوسه کيږو، موږ منو چې زموږ لاره له ازغيو او مشکلاتو ډکه ده خو موږ له يو سپيڅلي دين او عقيدې څخه دفاع کوو، او په دې لاره کې قرباني وړاندې کول او تکليفونه ګالل دځان لپاره وياړ ګڼو او له يو بل سره پکې مسابقه کوو.

د حق غږ په وژلو کې د باطل د هڅو بابيزه تلل او دحق د تاثير زياتيدل کومه نوې خبر نده، موږ په خپل تير تاريخ کې ددې ډيره ښه بيلګه لرو چې کفارو دحق په سانسورولو کې څومره زيار کښلی خو بيا هم حق ځليدلی او تاثير يې کړی.

(وكان الطفيل بن عمرو الدوسي يحدث أنه قدم مكة – ورسول الله صلى الله عليه وسلم بها – فمشى إليه رجال من قريش – وكان الطفيل رجلا شريفا شاعرا لبيبا – فقالوا له يا طفيل إنك قدمت بلادنا، وهذا الرجل الذي بين أظهرنا قد أعضل بنا، وقد فرق جماعتنا، وشتت أمرنا، وإنما قوله كالسحر يفرق بين الرجل وبين أبيه وبين الرجل وبين أخيه وبين الرجل وبين زوجته وإنا نخشى عليك وعلى قومك ما قد دخل علينا، فلا تكلمنه ولا تسمعن منه شيئا. فوالله ما زالوا بي يقصُّون عليَّ من غرائب أخباره و يخوِّفونني على نفسي وقومي بعجائب أفعاله، حتى أجمعتُ أمري على أن ألا أقترب منه وألا أكلمه أو أسمع منه شيئاً، حتى حشوت في أذني حين غدوت إلى المسجد كُرْسُفَاً فَرَقَاً من أن يبلغني شيء من قوله وأنا لا أريد أن أسمعه)

( الروض الآنف للسهيلي او د سيرت نور ګڼ شمير کتابونه).

ژباړه: طفيل ابن عمرو دوسي رضی الله عنه وايې: زه مکې مکرمې ته راغلم رسول الله صلی الله عليه وسلم هم هغلته وو، دقريشو څو تنه زما مخې ته راغلل او راته يې وويل: طفيله! ته زموږ وطن ته راغلی يې، دغه سړی (محمد صلی الله عليه وسلم) موږ په مشکلاتو کې اخته کړي يو، په موږ کې يې تفرقه راوستلې، زموږ کارونه يې ګډوډ کړي، دده خبرې داسې مؤثرې دي لکه جادو دځوی او پلار، ښځې او ميړه او ورونو ترمنځ جدايې راولي، موږ ويره لرو داسې نه چې ته او ستا قوم هم له هغه څه سره مخ شئ چې موږ ورسره مخ شوي يو، نو ګوره بيخي خبرې ورسره ونکړې او نه يې خبرې واورې.

قسم په الله چې هغو کفارو به ما ته درسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه داسې نا اشنا خبرې کولې او زه او زما قوم به يې دهغه له کړنو څخه ويرولو، تردې چې ما دا پريکړه وکړه چې هغه ته به نږدې نه ورځم، نه به خبرې ورسره کوم او نه به يې خبر اورم، او چې کله به مسجد ته تلم په غوږ کې به مې پونبه کيښوده ترڅو مې بې اختياره د هغه خبر ترغوږو نشي.

طفيل ابن عمرو بالاخره درسول الله صلی الله عليه وسلم خبرې واوريدلې او داسلام په دين مشرف وګرځيد.

ان شاء الله د حق ږغ په کرارولو کې به ستاسې ټولې هڅې او کوششونه هم هباء منثورا ګرځي او بالاخره به تاسې له دنيوي ذلت او اخروي خسران سره مخ کيږئ.

وما ذلک علی الله بعزيز.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x