دیني، سیرت او تاریخ

د یو ماشوم په زړه کې د آخرت فکر اود جهنم نه ویره

عبدالله حیران

بهلول دانا وایئ چې يوه ورځ زه په لار روان ووم، په لار کې ماشومانو لوبې کولې، او داسې په لږه فاصله کې آخوا یو ماشوم غلې ناست ؤ ما چې ورته اوکته نو ډیر هوښیار معلومیده، ما زړه کې وویل: ددې ماشوم نه پوښتنه وکړم ، نو مې پوښتنه ورنه وکړه ؛

بچیه! ته دې نورو ماشومانو سره ولې لوبې نه کوي؟ ده راته وویل: اې بهلوله مونږ خو څه دلوبو او ټوقو د پاره نه یو پیدا شوي الله ج فرمایي

اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنْاَ کُمْ عَبَثًا وَّاَنَّکُمْ اِلَیْنَا لاَتُرْجَعُوْنَ(۱)

ترجمه: آیا ستاسو داخیال ؤچې مونږ تاسو بې فائدې پیداکړي ئی؟ او دا چې تاسو به مونږ طرفته نه راګرځئ؟(بلکه تاسو د یو مقصد د پاره پیدائي او دوباره به د ما طرفته راګرځئ)
بهلول وائي: زه حیران شوم چې دا ډیرهوښیار هلک دي، ما ورته وویل: بچیه! نصیحت راته وکړه، هغه راته یو څو اشعارو کې واویل چې مطلب یې دا وو:

اې مسافره! ستا سفر ډیر اوږد دي، د سفر تیاري وکړه

کله چې دې ماشوم داخبره وکړه نو په ژړاشو څه وخت پس يې چې طبعیت لږ راښه شو نو ما ورته وویل: بچیه: ستا خو عُمر هم ډیر کم دی نو ته جهنم نه دومره ولې ویریږی؟ هغه راته وویل: بهلوله! زه په کور کې خپله مور هره ورځ ګورم چې کله اور بلَوي نو اول په دې وړو وړو لرګو باندې اور بَل کړي، کله چې اور ښه ګرم شي نو بیا پرې دا غټ غټ لرګې کیدی نو د ماسره داویره ده چې هسې نه د قیامت په ورځ الله ج په دې وړو وړو هلکانو باندې د جهنم اور بل کړي او بیا دا غټ کسان ورواچوي نو ځکه د جهنم د اورنه ډیر ویریږم بهلول وایي چې: کله دا خبره واوریده، نو زه بی هوشه شوم، څه وخت پس چې په هوش کې راغلم نو دا هلک رانه تللې ؤ

نو زما قدرمنو ورڼو مونږ ټوله ورځ دالله ج نا فرماني کوو خو بیا مو هم په زړه د الله د عذاب او د جهنم نه ویره نه وي او نه راسره د آ خرت فکر وي، او دا ماشوم اګر چې مکلف نه و لیکن بیا یي هم په زړه کې د جهنم نه ډیره ویره وه او د آخرت غم ورسره ؤ الله دې زمونږ په زړونو کې هم د آخرت ویره پیدا کې

آمين يارب العالمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیران صاحب ، د دی ښکلی قیصی په لوستلو دی حیران او ولړزولم . په رښتیا هم مونږ سره د پوهی غفلت ، جهالت او وحشت کی قرار لرو ، دا هم ویل شوی چه د مګر نیټه هم معلومه نه ده او دا هم معلومه نه ده چه زمونږ مرګ به له څه وی هر څه چه په تقدیر کی لیکل شوی هغه د الله ازلی لیکنه ده ، د الله ج د تقدیر لیکنی نه ورانیږی ، مګر دا چه الله ج یی په ډیرو زاریو او توبو بدلی کړی . دا ټول د حرص له امله مونږ… نور لوستل »

احمد

الحاج استاد بیانزی صاحب تا په خبله لیکنه کی څومره مهم ټکی ته اشاره کړی ده چی قناعت او حرص دا په حقیقت کی دحق او باطل تر منځ جګړه ده همدی ټکی دی ډیر فکر کی واچولم او تر ډیره بکی وځغلیدم او خپل ځان کی می ډیر داسی مثالونه پیدا کړل چی دغه بی کاره دنیایی حرص راڅملولی وم لوی الله ج دی اجر درکړی په ډیر قیمتی خبری اوټکی دپوه کړم خو الله ج دی ماته هم ددغه ماشوم په شانی دالله ج نه دویری داسی مثالی ایمان رانصیب کړی

الحاج استاذ بیانزی

احمد صاحب ، ډیره مننه چه تاسی زمونږ د یوی تبصری ستاینه کړی ، که څه هم په دی اړه مونږ مخکی هم په خپلو لیکنو او تبصرو کی څه ناڅه رڼا اچولی ، ولی ستاسی له دی یادونی سره به د حرص او اطمنان په اړه یوه لیکنه ولیکم حتی لیکنه هم کفایت نه کوی په دی کتابونه لیکل شوی او لیکل کیږی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x