
د کار هندار/ فتحان حنفي
ژوند نیمګړی دي د کار هنداره واخله
ځان کتو ته د کردار هنداره واخله
په امورو یې د وخت شېبې کړه ښکلي
له قرآن څخه ګلزار هنداره واخله
د کامل ژوندون بقا ده پکې نغښتې
ژوندانه ته د غمخوار هنداره واخله
چې خبر هم څه نا څه یې له حالاتو
کلیواله لیږ د ښار هینداره واخله
آخیرې منزل دي تور لحد دی ګرانه
ها د خاورو د امبار هنداره واخله
که په شکل په لباس درسره یو دی
ددې مار ددې غدار هنداره واخله
مهاجره د هجرت دیار سور ؤر شو
له کابل تر کندهار هنداره واخله
د تکبیر په زمزمو کې فتحې راغلې
له هلمند تر ننګرهار هنداره واخله
د شمال له لورې هم زیرې رادرومې
سرنګون دی د خونکار هنداره واخله
په ټټر د آریانا به عدالت وې
تورې سرې د شرنګهار هنداره واخله
له فتحانه که د شعر متن غواړې
ترې ایثار او د شعار هنداره واخله