افغانستان

طالبانو خواجه غار ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۵ل):طالبانو له څو ورځو پرله پسې جګړو وروسته د تخار خواجه غار ولسوالۍ ونيوله.

د خواجه غار ځايي خلک وايي، چې طالب جنګياليو تېره شپه د ولسوالۍ پر مرکز او اړوندو پوستو پراخ بريدونو پيل کړل او بالاخره نن سهار حکومتي ځواکونه د ولسوالۍ له مرکزه په شا شول او دغه سيمه ټوله طالبانو ونيوله.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی جنګياليو نن سهار وختي د خواجه غار ولسوالۍ مرکز او شاوخوا پوستې په بشبړه توګه ونيولې.

د مجاهد په وينا په دغه جګړه کې دوی ته درې ټانکونه، شپږ رينجرې او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې په لاس ورغلي دي.

د تخار امنیه قومندان نور محمد حکیمي وايي چې جګړه د خواجه غار ولسوالۍ په بازار کې روانه ده، خو زیاتوي چې ولسوالۍ
نه د دولت او نه هم د طالبانو په واک کې ده.

خو د تخار والي ویاند سنت الله تیمور منلې چې د خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې.

په دې وروستيو کې طالبانو يو ځل بيا خپلو بريدونو او جګړو ته زور ورکړی دی او هڅه کوي، چې د هېواد په ګڼو سيمو کې د خپل واک او ځواک سيمې پراخې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x