نړۍ

د روهینګیا افراطي بودایانو د مسلمانانو یوه بازار ته اور ورته کړی

د روهینګیا د خبري اژانس له راپور سره د افراطي بودایانو یوې ډلې د (پولي بازار) ښار د مسلمانانو یو وړوکی محلي بازار ته اور ورته کړی.

د روهینګیايي بودایانو یوه مشر کوکولین په ډاګه اعلان کړی چې د امنیتي ځواکونو په مرسته یې د مسلمانانو دغه بازار د اور په لمبو سوځولی.

دا سرچېنه همداراز زیاتوي، چې د روهینګیا مسلمانان په خورا ناوړه شرایطو کې ژوند تېروي او هره شېبه آن د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

دوی له څو کلونو راهیسې د افراطي بودایانو تر بریدونو لاندې دي؛خو حکومت پرې هډو غوږ هم نه دی ګرولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x