ټولنیزه برخه

د يوې ښځې د رښتيني خوب تعبير

قاري احسان

بصری په شام کي دیو ځای نوم دی، خالد رضي الله عنه چي کله ابو بکر الصدیق رضي الله عنه د ابو عبیدة دکومک لپاره شام ته واستاوه، هلته یوه معرکه دبصری پر مقام هم درومیانو سره را منځ ته سوه.

درومیانو له منځه یو
لوی قوي سړی په سرو زرو پوښلی دمبارزي لپاره دلښکر مابین ته راغلی، او په څارایي اواز سره يي غږ کړ، چي امیر د امیر سره مقابله کوي، ستاسو امیر څوک دی؟

خالد رضي الله عنه ورمیدان ته سو، دیو څه مختصري مکالمي وروسته دغه سړی داسلام په دین مشرف سو.

له دې وروسته جنګ ډیر سخت سو، خالد په یو ځل ورباندي دزمري په شان حمله وکړه، رومیان يي په یوه لویه کلا کي محاصره کړل.

کله چي الله رب العزت فتح ورنصیب کړه، نومسلمانان ګوري چي دهغه څارايي سړي ښځه د خپل میړه سره په جګړه اخته ده، او دمیړه نه دخلاسون او جدايي کوښښ کوي، مسلمانانو دې ښځي ته  وویل: چي ته څه غواړي؟ دې جواب ورکړ، زه ستاسو دلښکر دامیر سره مخامخ کیږم او هلته به خپله خبره کوم.

هغوی دخالد په مخ کي حاضره کړه، او دې وخالد ته وویل: زما فریاد واوره، او ما ددې سړي نه خلاسه او آزاده کړه. خالد ورته وویل: چي ولي؟

هغې جواب ورکړ چي نن شپه مي خوب لېدی په خوب کي یو داسي نوراني انسان وینم لکه دڅورلسم سپږمۍ، هغه راته وايي چي مدینه، شام او عراق ددې خلکو په لاس فتحه سول.

ما ورته وویل: ته څوک يي؟ هغه جواب راکړ چي زه محمد د الله رسول یم. وروسته يي ما ته داسلام بلنه راکړه، او زه په اسلام مشرفه سوم. بیا يي ماته دقرآن کریم دوه سورتونه هم را وښودل.

خالد ترجمان ته وویل: چي ته ورته ووایه چي هغه کوم سورتونه دي، دې جواب ورکړ چي سورة فاتحه او قل هو الله، ددغه دواړو سورتونو تلاوت يي هم ورته وکړ.

بیا يي دخالد په مخ کي د اسلام تجدیدکړ، او خالد ته يي وویل: چي تر څو زما میړه اسلام نه وي قبول کړی زه يي ښځه نه یم. او پریږدي به مي.

دلته خالد ورته وخندل او ويي ویل: چي دی تر تا هم وړاندي مسلمان سوی دی.

په دې سره ښځه ډيره خوشحاله سوه، او دمخاصمي نه لاس په سر سوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x