jalalul_rahman_sharar

په کره کتنه کي هم انصاف بويه – جلال الرحمان شرر

که څوک تله د انصاف په لاس کي درکړې
خـــپل ټټو او د بـل اس به بـرابـر کـــــړې
حضرت عبد الرحمان بابا (رحمة الله عليه )


ايا تاسو پورته کرښي شعر بولى که ئې د شعر يو بې روحه کالبوت بولى؟!!!، د رحمان بابا په دغه شعر کي پرته له  پيغام څخه بل څه نه سترگو کيږي او نني چي کوم مطرح شاعران دي، هغوى که څه هم اکاډيميک او لوستي کسان نه  دي خو د ښکلا پرته شعر نه مني  چي په دې ترتيب موږ ته د رحمان بابا غوندي  مخکښانو پر شاعرى هم شک پيدا سوى دى.

د سور غر اونيزې په  پرله پسې ٢٨٥مه گڼه کي  مي د محمد سرور واصل حسنيار صاحب  يوه ليکنه تر سترگو سوه چي د “ شعر روح ښکلا ده، نه پيغام “   چي پکي د ځوان شاعر حبيب الله قلم مل پر شعري ټولگه (خزانه تا به ويل) د کره کتني په بهانه درې نيوکي سوي وې، لمړئ دا چي قلم مل ولي د جهاني په ډول شعر نه ليکي  دوهم دا چي د قلم مل د شعرونو ډير بيتونه تناسب نه سره لري  او دريم دا چي قلم مل په لږ توپير ورکولو سره پردې بيتونه په ځان پوري تړي.

ډيره جالبه ځکه وه چي ما په خپله په څو ځله د حسنيار د خولې څخه د قلم مل پر شعر واه واه ليدلې او اوريدلې وه او د خپل کتاب په (ډيري تندې تش جامونه) د پنځلسم مخ شعر ئې هم نوموړې ته ډالۍ کړى دى  چي وائي قلم مل گلان روزى او زه خوند ترې اخلم… په هر حال ما مضمون دوه درې ځله ولوست او د قلم مل کتاب (خزانه تا به ويل ) مي هم دا ورځ خدايږو ښه ډير وکوت او ځان ته مي زړه خراب سو چي زه ولي د هر شعر څخه متاثره کيږم؟!!!  ، قلم مل شاعر نه دى خو زه ئې دومره ليوال يم چي د شعر په لوستلو ئې نه مړيږم ، دا څه دي؟!!!  د څلورم ځل لپاره مي د حسنيار ليکنه په دې نيت را واخيسته چي اخر خبره په څه کي کي ده؟!!! پرته له دې هيڅ نتيجې ته و نه رسيدم چي دا موضوع به د عوامو محکمې ته وړاندي کوم چي څه فيصله کوي…..

لمړئ خو چي حسنيار د جهاني صاحب کوم ازاد نظم د قلم مل د لمړۍ  چاپ سوي ټولگي د شعر سره پر تله کړى دى دا د جهاني صاحب په هغه سرغنه شعرونو کي راځي  خو د قلم مل په کتاب کي ئې د دريمي درجي د شعر سره په ترازو کي اچولى دى خدائيږو دلته مي لا په قلم مل څه غبطه (مثبت قصد)  وسو چي ددريمي درجي شعر ئې د جهاني غوندي شاعر د سرغنه شعرونو  سره مقابله کولائ سي، چي پښه مي نه وي تر اړولې نو بايد ووايم چي حسنيار وائي چي دلته د قلم مل شعر د روح  څخه بې برخي دى چي وائي

د اســـلامي مــقدســاتو درنــاوئ پـــه کــــــار دى

د اجتــــماع د اســاســاتــو درنــاوئ په کــــار دى

منمه چـــا په دي وي هيـــلي زخــــمي کړي گرانه

ستا د دې درد او احساساتو درناوئ په کار دى

نه پوهيږم چي په دغو بيتونو  کي حسنيار ته کومه بدرنگي  ښکاري؟!!!، چي د گوتنيوني دپاره ئې ټول بدرنگي او پيکه توب بيانول په کار وو، ددواړو شعرونو بيرته راوړل لازمي نه بولم خو يوازي د حسنيار له دويمي شعري ټولگې څخه يو شعر نو زه هم را اخلم او د قلم مل شعر ته يې په غيږ ورولم چي وايي

دا بد عادت پر انسان څومره مقيم ولاړ وي

دغــــه بې رحمــه ليـــــوه لکه غلـــيم ولاړ وي

د اووه ســـري ښامــار و زوى ته بــد مه وايـه

يا به دوستم او مالک يا به فهــــيم ولاړ وي

ډيري تندي تش جامونه ٨م مخ

اوس تاسو ماته په دي کښي   ښکلا او پيغام يا يوازي ښکلا را پيدا کړئ نو زه به قلم مل د اسلام پر اساساتو د شعر جوړولو په تور د شعر په محکمه کي  پړ وبولم، حال دا چي مسلمانانو ته د اسلام، مقدس، درناوي، درد او احساس ويوکي ډير ښکلي او په زړه پوري دي .   

حسنيار د خپلي دوهمي نيوکي د ثتوب لپاره د قلم مل څوبيتونه ليکي چي:

د سړيتوب ئې عــــلامه درښــــــــيم        تـاثــيـــــر د ستــــرگو په نظــر کي لرى

وجود ئې ځکه ټول له وهمه ريږدې       زړه د دوو سترگو په سنـــگر کي لري

تاسو قضاوت وکړې چي دا بيتونه ولي نه سره لگيږي زما خو دومره سر په خلاص سو چي تر دې د نور څپړلو لپاره ئې توري نه لرم خو د حسنيار د پورته ليکل سويو  بيتونو  تشريح بيا له تاسو نه غواړم.

دريمه نيوکه ئې په داسي تفصيل بيان کړې چي د مخکښانو شاعرانو ( خوشحال، جهاني او دراني ) شعرونه ئې د قلم مل د شعر سره مخ په مخ کړې خو  په هغو کي ئې  د يکسانيت ( يو رنگه توب)  د ښودلو هڅه  لا هم نه ده کړې چي  په ډير تاسف سره بايد ووايم چي که لږ انصاف وکړو نو منځپانګه ئې ډير تفاوت سره لري چي د لا ښه پوهيدو دپاره ئې ستاسو حوصله غواړم…

جهاني  د خپل قسمت څخه ژاړي چي:

د ارمانونو پر ساحل مي بيړۍ ډوبه شوله

ويده قسمـــته دا گودر د غرقـــيدلو نـــه وو

خو قلم مل د ټولني د زوال عامل د مشر او کشر تر مينځ بيلتون ښيي چي:

پر ساحل چي مـــو بيړۍ په غرقيــــــدو شي

ځکه زموږ او جاله وان تر مينځ بيلتون دى

( تاسو پکي يو رنگه توب  يا د تقاطع نقطه  وښاياست او که حسنيار له قلم مل څخه د نورو پښتو کلماتو ايجاد غواړي څو د ساحل، بيړۍ او غرق پر ځاى ئې وکاروي )

درويش درانئ  د ټولني د اصلي شتمنيو په وير ژاړي چي :

دا چي زړيــږي مخــامخ درتـه پـــه دار سرونه

په دغه ښار کي بس همدغه وو د کار سرونه

قلم مل د درويش پر مځکه (اقتفا)  د مغرورو ککريو پايله بيانوي:

ورته نيول چي ډيرو ټيــــټ په احتـرام سرونه

تر خاور لاندي شول هغه د ننگ او نام سرونه

(زما په نظر تاسو به هم د يو چا پر مځکه د شعر ليکلو سره مخالفت نه لرى )

جهاني ډير برملا توري وائي چي :

کله له تندي ومرې کله له باران وطنه

لا به تر څو درته په قهر وي اسمان وطنه

خو قلم مل بيا ډيره ژوره استعاره کاروي :

د دوبي په گرمــي مرو، د ژمـــي په يخنــــي مرو

دې دواړو يو وژلي، که ئې ګرم که سوړ زړه دى

خوشحال زموږ د نا اميدي مخه نيسي  او وائي چي :

چي غوټې پسې وهې په لاس به درسي

چا ويل چي په درياب کي گوهر نشته

قلم مل موږ ته د ملغرو نيغ ادرس په لاس راکوي چي :

د بحر پر ساحــل خو ملـــغلري پرتې نه وي

غواص ورپسي ځي مدام و تل د سمندر ته

( څومره ښکلى انداز دى ، تاسو وگورئ دلته که د حسنيار دعوه پر ځاى هم وبولو نو  حسنيار خو خپله  هم ددې پلوئ دي چي

زه د سپين ږيري او د ځوان په قدر ښه پوهيږم

سـاقــي و ماتـه زاړه مـــئ له نــوي تــاکه راکــړه

ډيري تندي تش جامونه ٥م مخ

نو زړه خبره په نويو تورو پسولل بيا ولى عيب بولي، حال دا چي په حسنى مجله کي دده خپله ټينگار وو چي شعر او شخصيت سره تړلى دى (چي دا خبره هم موږ ته گونگه ده )‎  په هر حال نسبت د قلم مل شعرونو   ته د خوشحال او جهاني د پورته  دوو بيتونو  توري پيکه دي  او پيغام ته خو ئې هسي هم حسنيار ارزښت نه ورکوي.

حسنيار خپل يو دوه بيته هم د قلم مل د شعر سره مخ په مخ کړې دي او دعوه لري چي گواکي قلم مل دده بيتونه هم په لږ توپير ورکولو سره په ځان پسي تړلي دي خو متاسفانه چي خپل نوم ئې نه دى ليکلى بلکه وايي چي يو بل شاعر وائي، چي ددغه کار څخه به ئې خدائ خبر موخه څه وي..؟؟

حسنيار وائي

د زړه په سيند کي چي مي ورکه وه له ډيره وخته

نن را ښـــکاره شوه د کلو ورکــه بيــــړۍ د هيــــلي

ډيري تندي تش جامونه ١٢م مخ

قلم مل وائي :

شمع نسکوره وه په غيږ کي د تيارو ورکه وه

بيړۍ د پوهي مو په سيند کي په کلو ورکه وه

حسنيار وائي :

د ميني لاس چي د زړه ور ووهي

غمجني شپې ورته بستر ووهي

ډيري تندي تش جامونه ٣٦م مخ

قلم مل وائي :

د لاس په څـــير يو درد دى د زړه ورمـــي ټــکوي

احساس مي سرته ناست دى او پر سر مي ټکوي

حسنيار د هيلو  بيړۍ په خپل زړه کي موندلې خو د قلم مل د پوهي بيړۍ د جهالت په سيند کي ډوبه وه او شمع ئې تيارو تيته کړې وه دلته زه حسنيار ته وايم چي خپل زړه ته دې د جهالت د سيند يا تروږمۍ خطاب نه کوي ځکه زړه پاک او منور څيز دى او په دويمه جوړه بيتونو کي خو نو بيله دي چي حسنيار خپل ټټو  د قلم مل  د اس  سره د برابرولو هڅه کړې  بل څه  نسته.

د ليکني په وروستۍ برخي کي حسنيار ليکي چي شعر هغه وخت د انسان د هيلو او ارزوگانو ترجماني کولائ سي چي د ابتکار او نوښت ازادې ولري خو زما په نظر ابتکار او نوښت د شعر مساله ده چي يرغمل کيږي نه څو ازادې ور واخلو .

بياليکي چي د قلم مل شعر ته که په مجموعي ډول وکتل شي ، پيکه دي  ځکه اکثره شعرونه ئې د فکر په زور جوړ شوى دى، شاعرانه او طبيعي رنگ نه لري ( چي دا ئې خپل نظر دى ) خو نه پوهيږم د حسنيار صاحب په دويمه شعري ټولگه کي د چاپ سويو لاندي کرښو ځواب به څوک وائي  :

زه يم چيري قاصد چيري اشنا چيري

د ژړا علت مـــي دادى خندا چيـــــري

د اميد سترگي به څنگه بل ته واکړم

که نن ولاړ شمه پر بله ســــــــبا چيري

ته وائ شپه او ورځ دوې خويندي سره گرځى

زه تياره هميشه وينــــــم رڼا چــــــيري

ډيري تندي تش جامونه ٢٦م مخ

ما فکر کاوه چي د ليکني په وروستيو کي به نوموړي قلم مل  ته څه لارښووني هم په نظر کي نيولي وي او يادونه به ئې ورڅخه کړې وي چي متاسفانه بېله دي ئې نور هيڅ نه وه ليکلي چي قلم مل ته راتلونکى وخت له خدائ جل جلاله څخه روښانه غواړم… خو زه له خپلى مينځ خالي کوپړۍ څخه دا يوه مشوره حسن يار ته ورکوم چي هرومرو به نثري ليکنو ته چا هڅولي ياست خو پيل يې زما په اند له وړو عنواناتو څخه کيږي نه دداسي ليکنو څخه چي زموږ مخي ته پرته ده ، خاوري مي په خوله سه زه ولي تاسو د کره کتني څخه منع کوم ….. هيڅکله نه …. بلکه دا نو خامخا غوښتنه درنه کوم چي مخکي له مخکي د کره کتني اصول وگورئ او بيا يوه غوښنه ليکنه وکړئ چي په کټو کي ئې د مثبتو ټکو، منفي ټوکو او مشورې ورکول اړين مساله جات بلل کيږي.

ورور مو جلال الرحمان شرر

 




تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.