
تا شاعر کړم/ رضوان الله فيضاني
رضوان الله فيضاني
دردوونکيه مظلوميته تا شاعر کړم
زما خوار مظلوم ملته تا شاعر کړم
پر وطن چې د کفارو لښکر راغی
مهاجر شومه هجرته تا شاعر کړم
څه چنار چنار ځوانۍ يې په دين ځار کړې
د دين لار کې شهادته تا شاعر کړم
حفاظت يې پر مونږ ټولو باندې فرض دی
په قرآن باندې غيرته تا شاعر کړم
ته يو پاک ميراث د ګران رسول الله يې
ای سپېڅليه شريعته تا شاعر کړم
د وخت سترستر فرعونيان دې په ګونډو کړل
د افغان ستر عزيمته تا شاعر کړم
چې په تش لاس د نړۍ مقابلې کړي
د غازيانو شهامته تا شاعر کړم
( فيضاني ) خو ستا په غېږه کې رالوی شوم
زمونږ ګرانه امارته تا شاعر کړم