ولي په شمال کې جګړه ییزه څپه دومره تونده شوه؟

نن ټکی اسيا سرمقاله : د ملي یووالي حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ د اختلافاتو تر ګرمیدو وروسته په افغانستان په تیره شمالي ولایتونو کې جګړه ییزه لړۍ هم تونده شوه.

د امریکايي ولسمشر بارک اوباما لخوا په افغانستان کې امریکایي ځواکونو له ابقاء او هغوی ته د نویو پوځي صلاحیتونو له ورکول څخه دا تمه کیده چې دلته به د جګړې زور کم او امنیتي ځواکونه به وتوانیږي چې په لیري پرتوسیمو کې له لاسه وتلې سیمې بیرته تر خپلې ولکې لاندې راولي.

خو اوس لیدل کیږي چې د دې ټولو باوجود امنیتي وضعیت ورځ تربلې خراب او په ټول هیواد په تیره شمالي ولایتونو کې د جګړې لمبې نورې هم ژبغړاندې او د هرې ورځې په تیریدو سره مهمې سیمې د دولت له کنټروله څخه ووزي.

د دې کار یواځینی لامل په خپلو کاري پروګرامونواو ژمنو کې د حکومت پاتي راتلل ، خپل منځي اختلافات او په حکومتي سیستم کې د پریمانه اداري فساد شتون دی.

پر دې علاوه په شمالي ولایتونو کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم له لوري په شمال کې د ولسي خلګو په خلاف د پوځي عملیاتو ترسره کول ، د هغوی ځورول او په جبره سره له خپلو سیمو څخه کډه کول د دې لامل شوي چې ولس د حکومت په وړاندې انتقامي روحیه غوره او پرخلاف يي په مقابله لاس پوري کړي.

په ټول افغانستان په تیره شمالي ولایتونو کې روانې نا آرامۍ او جګړې د هغه ولسي غبرګون نتیجه ده چې په هر لحاظ له حکومت څخه ناراضه او د هغه په مقابل کې له وسلې اخیستلو پرته بله هیڅ چاره نه ویني.

د ملي یووالي حکومت چې د امریکا په شمول یې ټوله نړیواله ټولنه تر شاولاړه خو د خپل ولس له حمایت او ملاتړه بي برخې او خلګ په تحمیلي ډول د فاسدو واکمنو تر جبر اوفساد لاندې ژوند کوي.

دا تحمیلي واکمنۍ د دې لامل شوې چې په ټول هیواد کې د جګړې لړۍ تونده او د هرې ورځې په تیریدو سره هیواد نورهم د کړکیچ خواته ولاړشي.

له بده مرغه چې حکومت او د هغوی بهرني حامیان د دغه ولسي غبرګون د آرامه ولو لپاره له زور اوجګړې پرته بل هیڅ مثبت بدیل نه لري ، حتما به هغوي د تیر کال په څیر په شمال کې پرهغو ولسي سیمو ړندې بمبارۍ کوي چې د طالبانو د شتون شک ورباندې کیږي چې په دې سره به نورهم د جګړې شدت زیاتیږي ، ډیرې وینې به ورکې توییږي او ولسي خلګوته به د سر او مال ډیر درانه زیانونه رسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د