
د سپين بولدک ـ چمن دروازه نن پنځمه ورځ هم تړلې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۵ل):له تېري پنجشنبې راهيسي د سپين بولدک ـ چمن دروازه د پاکستان امنيتي ځواکونو په ټوليزه توګه هغه مهال تړلې چې دروازې ته څېرمه د ۹۷ يمي کليزي لمانځونکو د پاکستان بيرغ ته اور ورته کړ.
پرون (يکشنبه) د دروازې بندېدو اړوند پاکستاني او افغان حکومتي چارواکو ګډه ناسته درلوده خو بې نتيجې پای ته ورسېده او دروازه نن (دوشنبه ) لا هم تړلې ده.
د دروازې دواړو لورو ته زيات شمېر باري موټر د انتظار په حالت کې ليدل کيږي.
د کندهار د تازه ميوو سوداګر وايي چې د دروازې بندېدو له امله ۳۰ ميليونه افغانۍ زيان ورته اوښتی.
سوداګر د ياد تاوان پړه د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق په غاړه ور اچوي او زياتوي چې د کليزي لمانځوونکو د نوموړي په امر د پاکستان بيرغ ته اور ورته کړ.