د اسټرالیا سفارت د امریکا لپاره جاسوسي کوي
نن ټکی آسیا: د انډونیزیا حکومت ددغه هیواد لپاره د اسټرالیا ځانګړی استازۍ تیره ورځ په جاکرتا کي استحضار کړی، او وزارت خارجه د هغه څخه د هغو معلوماتو او راپورونو په اړه پوښتنه کړې چي وايي د اسټرالیا سفارت د انډونیزیا په پلازمینه جاکرتا کي د امریکا لپاره جاسوسي کوي.
باید وویل شي چي (سیډني مارننګ هیرالډ) په یوه راپور کي راغلي وه چي امریکا خپل د نړیوال جاسوسي نیټورک په مټ په جاکرتا کي د اسټرالیا سفارت ددې لپاره کارولی چي په خپل سیمه کي د تلیفون له لاري پر اړیکو جاسوسي وکړی، او همداسي نوري ورته اړیکي تر څارني لاندي ونیسي.
د وزارت خارجه ویاند ویلي چي د اسټرالیا له خوا امریکایانو ته خپل سفارت داسي په واک کي ورکول چي د هغوی لپاره جاسوسي په کښي وسي، د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ اړیکي ددواړو هیوادونو تر منځ خرابولای شي.