
غزل/ فتحان حنفي
فتحان حنفي
د تل په څیر دي بیا عجیبه وکړه
سخته دوکه دي نن رقیبه وکړه
رانه دي وړی دي لمرمخی ګلاب
عجیبه لوبه دي نصیبه وکړه
د سهار لمونځ یې د عشا په اودس
ما یې پوښتنه له قریبه وکړه
د بڼ ګلونه یې دي مړاوي مړاوي
پرې خاص نظر ګرانه حبیبه! وکړه
لکه د لمر په شاني وځلیدي
د مرګ حمله پرې بدنصیبه وکړه
یمه رنځور د رنځ دوا لټوم
زما درملنه اې! طبیبه وکړه
په غم یې لیکي څو کړۍ د شعر
فتحان هم زدکړه له ادیبه وکړه