که ښکلی نه وای/ اسدالله غيرت

اسدالله غيرت

که ښکلی نه وای موږ به چا لره سجدې کولې
د څه په هېله به مو دې نړۍ کې شپې کولې

که ښکلی نه وای په دې ګونګه او نفرت دنيا کې
ما به له چا سره پينځه وخته کيسې کولې

که ښکلی نه وای موږ د ښکلي په لار نه وای روان
اوس به مو ولې د شينکي جنت دعوې کولې

که ښکلی نه وای دې بېرنګه او بدرنګ ديار کې
موږ به د چا د ښايستونو تماشې کولې

که ښکلی نه وای ټپي شوي مجاهد به ولې؟
تنګو درو کې د وای وای الله نارې

نيټه ۱۳۸۵

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د