افغانستان

په سمنګان او بدخشان کې ترافیکي پېښو مرګ-ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: د سمنګان ولایت د ترافیکو آمر عبدالقدیر له رسنیو سره د خبرو پر مهال په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښي په ترڅ کې د یوه تن د مرګ او ۶ نورو د ټپي کېدا خبر ورکړ.
نوموړي زیاته کړې، پېښه د کابل- مزار شریف پر لویه لار د رباطک کوتل په ساحه کې رامنځته شوې.

د عیني شاهدانو په خبره، په دې پېښه کې یو تن ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي. یاده مرګ-ژوبله وروسته له هغې رامنځته کېږي، چې کله د رباطک کوتل په سېمه کې یو ۴۰۴ ډوله بس موټر له یوې کرولا سره ټکر کوي.
د پېښي قربیان ټول د کرولا موټر سپرلۍ ښودل شوي.
رباطک کوتل د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی او ډېری مهال د ګڼو خونړیو ترافیکي پېښو شاهد وي.
بل پلو، له بدخشانه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې د یاد ولایت په ارغنجخوا ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ-ژوبله اوښتې.
 پېښه د همدې ولسوالۍ د ولسوال سیدعمران پيام د سپرلۍ پر موټر برابره شوې.
نوموړي خبریالانو ته ویلي،د ده د موټر د چپه کېدو له امله د موټر چلوونکي او دوو ساتونکیو په شمول درې تنه وژل شوي او خپله ولسوال او د ولسوالۍ د زراعت مدیر عبدالرووف ټپيان شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x