نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۵ل):د کندوز ښار د پوليسو د امنيت امير محمد هاشم معصومي وايي طالبان له امنيتي ځواکونو سره د ښار په دوه کيلومترۍ زرخريد سيمه کې جنګيږي.
د معصومي په وينا امنيتي ځواکونه له پرمختګ پرته له طالبانو سره په دفاعي حالت کې قرار لري.
د کندوز چارواکي وايي نن (دوشنبه) طالبانو د کندوز ولايت پر مرکز له څلورو خواو پراخ تعرضي بريدونه وکړل چې په پايله کې يې د زرخريد او سه صد فاميليو سيمي ونيولي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديقي وايي طالبانو پر مرکز له دريو طرفونو حملې کړي خو دوی به کندوز سقوط نه شي کړای.
ويل کيږي د کندوز په مرکز کې نن ۶ مه ورځ هم امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي ، د طالبانو له خوا پر مرکز د محاصرې کړۍ ورتنګيږي او د کندوز ـ تخار او شېرخان بندر لويي لاري د ترافيکو پر مخ تړل شوي.
په ياد ولايت کې جکړې داسي مهال زور اخلي چې حکومت په کندوز کې د طالبانو له منځه وړل خپل لومړيتوب بللی.
طالب ويندويان وايي د مرکز په دوه کيلومترۍ کې يې د زرخريد سيمي څلور امنيتي پوستې نيولي او عسکر يې له سيمي ايستلي.