
د مینې مشال / تپاند زهاد
تپاند زهاد
یتیم زړه مې ستا د سترګو وصال غواړي
شهید ژوند مې نن د حورو جمال غواړي
تمنامې ستا د حسن میلمنه شوه
حسرتونه مې د مینې مشال غواړي
دلته ښاد خلک جانانه بیخي کم دي
دا کاڼه خلک اذان د بلال غواړي
ډېرې شمعې به تودې اوښکې راتو کړي
که جانان مي د پرهر زړګي حال غواړي
قناعت یې په دولت او راحت نه شي
عاشقان هروخت د هیلو هلال غواړي
مناجات حمدُ، ثنا کړمه په عجز
تپاند زُهاد) رحمت د ذوالجلال غواړي