افغانستان

کندز: دولتي ځواکونو د بریښنا کارمندان بمبار کړي (ویډیو)

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت د بریښنا تخنیکي کارکوونکي وايي چې دولتي ځواکونو پرې په داسې حال کې هوايي بریدونه کړي چې دوی د بریښنا مزو په جوړولو کار کاوه.

د دې ولایت د بریښنا یو تن چارواکی «انجینر بابر شاه» وايي چې له خپل تخنیکي ټیم سره د الچین پل په سیمه کې د بریښنا د قطع شوو مزو په نښلولو بوخت وو چې تر هوايي بریدونو لاندې راغلل.

نوموړی زیاتوي چې یاده سیمه د طالبانو تر واک لاندې وه او د دوی تخنیکي ټیم له طالبانو سره په هماهنګۍ سیمې ته ورغلی وه، خو په وینا یې، دولتي چورلکو پرې بمونه وورول.

انجینر بابر شاه وايي چې د بریښنا مزي یې نه دي جوړ کړي او خپل کاري وسائل یې پر ځای پريښي.

نوموړي د بمبار په نتیجه کې خپلو تخنیکي همکارانو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې يې ده چې له دې وروسته د بریښنا جوړولو لپاره نه ځي.

په کندز کې د جګړو له کبله له تېرو پنځو ورځو راهیسې بریښنا نشته.

هېره دې نه وي چې د الچین په سیمه کې د کندز ولایت مهم پل موقعیت لري، چې تېره ورځ هم د بهرنیو او کورنیو ځواکونو لخوا په یاده سیمه کې د بمبار له کبله نوموړی پل زیانمن شوی.

د کندز د بریښنا مسئولینو څرګندونې په لاندې ویډیو کې کتلی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x