نظــر

افغانستان د کشالی علتونه او د روغی او نه روغی طرحی – لمړی برخه

بسم الله الرحمن الرحیم
 په ګران هیواد کی دا ټولی ناخوالی چه مونږ ورسره نن مخ یو تصادفی نه بلکه د نړیوال استعمار د اوږد مهاله  پلانونو یوه برخه ده،  هر علت معلول لری هغه علتونه چه زمونږ مجاهد او مظلوم اولس یی د تباهی سره مخ کړی  څه داخلی اوڅه خارجی بعدونه لری څه اوس او څه له مخکی مونږ ته په میراث باته دی  یعنی څه زمونږ د ټولنی د بی کفایته پاچاهانو خیانت ، ناپوهی ، عیاشی او بی کفایتی او څه  د نړیوال استعمار  استثماری  لاسوهنو ،  د افغانستان سوق الجیشی موقعیت او اهمیت ،  ګاونډی هیوادونه  اوداسی نور ددی ټولو غمیزو او ناخوالو سبب شوی دی .

زمونږ دملک ټول خلک  الحمدلله  مسلمانان او اسلام نه یواځی زمونږ د فرهنګ برخه  بلکه زمونږ ټول فرهنګ تشکیلوی  یعنی اسلام زمونږ د ټولنی په  رګ رګ  کی ننوتی ، زمونږ په وینه کی یی ریښی زغلولی  ، یاپه بل عبارت اسلام زمونږ د ټولنی روح دی ، که روح نه وی د هغه بدن ټول  فعالیتونه په ټپه دریږی . مګر له بده مرغه  په دی اخری دوه یا دری پیړیو کی زمونږ  عیاشو پاچاهانو ددی پر ځای چه اسلام زمونږ دټولنی اسلامی نظام جوړ کړی  اسلام ییی د خپل تاج و تخت د دوام د پاره  کارولو یعنی اسلام  د اسلامی نظام په نوم حاکمیت نه درلود  .  د دغه لویی نیمګړتیا  له امله مونږ د پرمختګ پرځای  د رکود او سقوط سره مخ شولو .  ددی رکود او سقوط اصلی علتونه  د پوهنی او اقتصاد کموالی وه ، دا ځکه چه د دغه بی کفایتو پاچاهانو دلباری چاپلوسو  وزیرانو ، مشاورینو او ریسانو مشوره او توصیه دا وه  چه د پاچاهی تخت وتاج د محکمتیا او عمرد اوږدوالی  دپاره ددی اړه ده چه خلک په غربت ، فقر  او ناپوهی کی  وساتل شی  .

په  اخری څو پیړیو کی د نړی لوی استعماری طاقتونه چه  استثماری رقابتونه یی سره درلودل   روسان  او انګریزان وو روسان زمونږ د هیواد شمال او انګریزان زمونږ د هیواد جنوب پولی سره نښتی وو یعنی دوی قصدا زمونږ هیواد د دوی تر منځ حایل جوړکړی وو تر څو دوی خپلو کی سره د جنګ مخه یی نیولی وی ددی جنګونی او رقابت د پاره یی نور هیوادونه یو د بل په مقابل کی کارول  روسانو غوښتل چه تودو اوبو ته لیارپیدا کړی او د خپل استعما ر ساحه لویه کړی  او انګریزانو یی مخه نیوله دی لوبی زمونږ ګران هیواد د دوی د سیاسی لوبو او جګړو ډګر جوړ کړی وو چه کله به یوه او کله به بل د یوه او بل سره په ملګرتیا پړه باندی د سرزنش د پاره زمونږ د ګران هیواد یوه برخه او یا بله بیلوله لکه روسانو چه پنجده او انګریزانو بیا ټول پشتونستان خپل کړو   ، دا چه زمونږ ملک کی عیاش شاهی رژیمونه وو ،  د انګریزانو او روسانو له رقابتی دشمنی څخه یی د مثبتو لاسته راوړنو پرځای مونږ د لاډيرو مادی او ټولینزو جوړښتونو د ویجاړیدو سره مخ کړو چه تراوسه لا  دوام لری  او رقابتونه یی  د پخوا پر تله زیات شوی او ګړندی شوی دی.

په شلمه او یوویشتمه پیړی کی ، هماغه استثماری  رقابتونه  په  کمونستی او کاپیتالیستی اقتصادی نظامونو بدل شول وایی ( خر هماغه  مګر کته یی بدله یعنی استثماری رقابتونه هم عصری شول  ) .

 امریکا، چه هماغه  پرونی انګریزان دی  د انګریزانو هماغه پخوانی استعماری پالیسی تعقیبوی  ، د کمونستی نظام ( روسانو ) له ماتی وروسته د نړی یواځنی لوی طاقت جوړ شو د هغه استثماری نقشو له مخی چه د نړی  استثمارګر سرمایداران یی له ځانه سره لری  په ټوله نړی د پاچاهی کولو په فکر کی شول ،  د دی د پاره یی مخکی له مخکی ډیر کار هم کړی وو ، اسلامی نړی او په ځانګړی ډول افغانستان او عراق ورته د سترګو خار ښکاریدل دهمدی امله یی دا جنګ اوله کی د صلیبی جنګ او په بله ورځ یی ورله نوم  تروریزم کیښودلو .

 د سپټمبر د پیښی په رامنځته کولو او بهانه نیولو (چه مخکی له مخکی یی نقشه یهودانو  جوړه  کړی وه)  د ۴۸ نورو کفری ملکونو په نظامی ملتیا او د ملګرو ملتونو په اجازه  زمونږ په مجاهد اومظلوم اولس په ډیر کبر او غرور  وحشیانه یرغل اوزمونږ ګران هیواد یی له روسانو وروسته  بیا اشغال او   بیا یی په بی شمیره فسادونو او خونړی جنګ کی ورننویست   په لکونو  بی ګناه او بی دفاع خلک یی  پکی په شهادت ورسول په هغو اولی وحشتونو یی کله بسنه وکړه له  هغه وروسته یی په زرونو او لکونو خلک په  پټو او ښکاره زندانونو ته لکه د حیواناتو په شان  واچول او دهغه وحشی او ظالمانه  شکنجو سره یی مخ کړل چه بشری  تاریخ کی تراوسه نه وو تکرار شوی او دا لړی اوس هم  روانه ده . پرونی کمونستان او نننی تش په نامه اخوانیان یی ورباندی په زور چارواکی کړل  .

 په لمړی قدم کی یی زمونږ د پاره د  دیموکراسی شیطانی  قانون جوړ کړو ، په دوهم قدم کی یی طبقاتی ټولنه رامنځته ( یعنی د ګوتو په شمار څو پلورل شوی یی میلونران او بیلونران کړل ولی نور ټول مظلوم اولس ګدای کولو ته مجبور کړل ) ګدایی  څه چه  په وینو او خاورو کی د مرګ په انتظار شپی او ورځی شماری  دریم قدم کی یی زمونږ  اسلامی اخلاق او افغانی رواجونه په دیموکراسی  شیطانی بد اخلاقیو او غربی  حیوانی رواجونو واړول ، په څلورم قدم کی یی هڅه داده چه زمونږ ټولنیز جوړشتونه  په  انفرادیت بدل کړی او دا کار( لکه په غرب کی ) د نکاح په لمنځه وړلو او بی اهمیته کولو کیدونکی دی ، بی ګناه ښځی جیلونو اچوی  او بی عزته کوی یی . نظامی ، استخباراتی  او داسی نوری وژنی او شکنجی  خو یی  له شمیره وتلی او د خلکو له سترګو پټی دی ، هره شپه د عملیاتو په نوم د بی ګناه او بی دفاع خلکو په کورونو چاپی وهی ښخی یی ورته اول بی عفته او بیا له نارینه او ماشومانو سره یو ځای یی  په شهادت ورسوی اود طالبانو او دهشتګرو  نوم پری کیږدی ( کوم ته چه به روسانو  اشرار ویل ) .

  تر ټولو ډیر خطرناک  فکری جنګ دی چه مونږ مسلمانان یی وخت ناوخت بایلو لکه د روسانو سره د ګرم  او سپیڅلی جهاد لاسته راوړنی  مو امریکایانو تر لاسه کړی جهادی رهبرانو زمونږ د دوه میلونو شهیدانو جهاد په امریکا وپلورلو  او زمونږ ګرم جهاد په سوړ جنګ ( یعنی د امریکایانو جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی وو ) بدل شو ، دغه پلورل شوی رهبران دومره شرم نه لری اوس هم ځانته د مجاهد نوم یادوی او هره خبره کی د جهاد نوم اخلی  کفری نړی په دی هکله د بی شمیره ډالرو له توزیع څخه کار واخست زمونږ تش په نامه جهادی قوماندان او تش په نامه جهادی رهبران  لکه سیاف ، ربانی ، مجددی ، افندی اوداسی نوریی  هم په ډالرو غلامان  او د فکری جنګ ښکار شول  .

الحاج استاذ بیانزی

ددې لیکني دوهمه برخي لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x