افغانستان

بګرام : د بهرني سرتيرو پر پوځي قطار چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۵ل):نن مازديګر شاوخوا ۵ بجې د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ پل سياد سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په پوځي قطار سرتيری بريد شوی.

سرتېری بريد د موټربم په واسطه شوی او د بريد مسؤليت طالبانو منلی.

چارواکي د بريد پخلی کوي او وايي درې تنه سرتيري په کې ټپيان شوي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوس وايي په پېښه کې د بهرني ځواکونو يو موټر لږ تخريب شوی او درې تنه هغه عسکر چې له ياد کاروان سره مله وو ژوبل شوي.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي پر بهرنيو ځواکونو سرتېری بريد داسي مهال تر سره شوی چې له ټانګونو کوز شوي وو.

مجاهد زياتوي په چاودنه کې ۲ ټانګونه سوځېدلي ، ۱۲ بهرني او ۵ تنه کورني سرتيري وژل شوي.

بهرنيو ځواکونو تر دې دمه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x