نړۍ

د ایران روحاني مشر پر ایرانیانو غږ کړی چې ډېر اولادونه وزېږوي

نن ټکی آسیا: د ایران روحاني مشر محمد علي خامنه يي پر ایرانیانو غږ کړی دی، چې د اولادونو په ډېرولو کې بېړه وکړي.

د العربیه ټيلویزیون د خبر په اساس، ښاغلي خامنه یي له خپلو هیوادوالو غوښتې چې څومره یې وس کېږي، هغومره ډېر اولادونه وزېږوي.

نوموړي زیاته کړې چې د نفوسو په ډېرښت کې د ایران بقا نغښتې ده او دوی اړ دي چې د یوه راڼه سباوون لپاره نسلونه-نسلونه وروزي.

سرچېنه زیاتوي، چې ښاغلي خامنه یي دا څرګندوني په همدې ارتباط یوې غونډې ته په لیکلي پيغام کې استولې.

د ښاغلي خامنه يي په پيغام کې همداراز راغلي دې چې په هر هېواد کې باید د ځوانانو اغېز او رول ته اهمیت ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x