ادبي لیکني

د ماشوم کینه / عصمت الله صالح

لنډه کيسه ـ عصمت الله صالح

سهار له خوبه راپاڅېد سترګې یې له چخړو ډکې وې د تشناب په لور یې منډه کړه له مخ وینځلو وروسته غوړېدلي دسترخوان ته کېناست د چایو په څښلو یې پیل وکړ.

خو لایې چای پوره نه وو څښلی، چې دروازه و ټکېده مور يې د باندې ووتله، بېرته په بیړه راغله زوی ته یې وویل: زویه ملګري دې انتظار کوي. ماشوم چای پرېښود او له کلا بهر د لوبو کولو په موخه ووت. له لږ ځنډ وروسته په کوڅه کې شور ماشور شو، مور یې د خپل زوی د ژړا غږ وپېژانده لور ته یې مخ ورواړوه؛ لورې لکه چې ستا ورور چا وواهه. لور یې وویل: نه مورې زما د ورور خو ټول هلکان ملګري دي. دوی په همدې خبرو کې وو؛ چې دکلا دروازه خلاصه شوه، مور یې ژر ورمنډه کړه، زوی یې په سینه پورې جوخت کړ د خپل ټکري په یوه پیڅکه یې دهغه له سپېره مخ اوښکې پاکې کړې او دماشومانو په ژبه يې ورته وویل: زویه چا ووخلې؟ خو ماشوم یوازې سلګۍ وهلې د ژړا په منځ کې به یې یوازې یوه یوه نیمه خبره له خولې ووته؛ ها ها، هغه هغه د برکلي دخان زوی ووخلم.

مور یې بیا سینې ته جوخت کړ او په لوړ غږ یې ورته وویل ته صبر وکړه زه به ورسره ګورم، دې ده خوله ور وښیم. بیا مور او زوی دواړه کوټې ته دننه شول.

ماشوم وویل مورې زه به بیا هېڅکله ورسره لوبې ونه کړم، زما له هغوی سره کرکه پیدا شوه.

ورځ تېره شوه شپه شوه ټول ویده شول خو ماشوم تر ډېره پورې ویده نه شو یوازې یې همدا سوچونه کول چې نور به له دې ملګرو سره لوبې نه کوي، شپه تېره شوه، د سبا رڼا ولګېده. ماشوم د تېر په څېر له چخړو ډکو سترګو سره له خوبه راپاڅېد مور یې ورته پیاله ډکه کړه، خو ماشوم چې پیاله شنډو ته نږدې کړه، بهر دماشومانو غږونه شول له دې سره دروازه هم وټکېده. مور یې غوښتل چې د دوروازې پرانیستلو ته ورشي، خو ماشوم په چټکۍ خپله له چایو ډکه پیاله په دسترخوان کېښوده مور ته ېې وویل: مورې زه ولاړم چې لوبې وکړم. مور ورپسې چیغې کړې زویه زویه راشه کنې بیا به ….!
مور یې لا خبره نه پوره کړې چې زوی یې د هماغه ماشومانو منځ ته ځان ورساوه او په لوبو یې پیل وکړ.

۱۳۹۴ /۱۱/۲۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عصمت الله صالح

مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x