ورزش

کرکیټ: بنګلدیش خپل حریف نیوزیلینډ ته یوه ورځنۍ لوبو کي درې صفر ماتي ورکړه

نن ټکی آسیا: نن په بنګلدیش کي د ددغه هیواد او نیوزیلینډ تر منځ د دریو یوه ورځنیو لوبو څخه وروستۍ لوبه تر سره شول، چي د مخکنیو لوبو په څیر دا هم د بنګلدیش په ګټه تمامه شول.

د لوبي په پیل کي بنګلدیش پچه وګټله، او نیوزیلینډ ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.

نیوزیلینډ په خپل وار 307 منډي جوړي کړي، او د بنګلدیش لوبډلي ته یې نسبتا یو لوی هدف وټاکه.

د نیوزیلینډ له خوا پخواني کپتان (روز ټایلر) 107 منډي جوړي کړي، او (سي مونرو) 85، (ای ډیویچ) 46 او (ټي لاثام) 43 منډي جوړي کړي.

د بنګلدیش په بالرانو کي محمود الله 2 لوبغاړي وسوځول، حسین، غازي، او رزاق یو یو لوبغاړی اوټ کړ.

که څه هم دا هدف یو ډیر مشکل هدف ښکاریده، او په لومړي سر کي دې هدف ته رسیدل د بنګلدیش غوندي هیواد ته نا ممکن غوندي ښکاریده، خو شمس الرحمن په نامه د بنګلدیش نوي لوبغاړي دا هدف تر ډیره حده اسانه کړ، نوموړي په 107 بالونو باندي د 4 شپږيږو او 7 څلوریزو په وهلو سره 96 منډي جوړي کړي، او خپل د لوبډلي په ګټه کې مهم رول ولوباوه.

د شمس الرحمن نه علاوه نعیم اسلام 63، ناصر حسین 44 او مومن الحق 32 منډي جوړي کړي.

او د نیوزیلینډ ټول بالران ناکامه شول، چي د بنګالیانو وکټونه په ښه وخت او مسلسل واخلي.

ددې لوبي په ګټلو سره بنګالیانو د نیوزلینډ هیواد ته د یوه ورځنۍ لوبو په درې پر لپسې لوبو کي پر لپسې ماتي ورکړه، او په دې سره یې دا سیریز خپل په نامه کړه.

دا لومړی ځل نه دی چي بنګلدیش دي تر 300 زیات هدف ته ځان رسولی وي، بلکې ددې تر مخه په کال 2009 کي هم بنګالیانو همدې هیواد (نیوزلینډ) ته ماتې ورکړې وه، او د هغوی درې سوه جمعه هدف یی مات کړی وو.

ددې لوبي غوره لوبغاړی شمس الرحمن ونومول شو، د نوموړي دا دوهمه لوبه ده چي د بنګلدیش لپاره په کښي لوبیږي، او په یوازي سر یې 96 منډي جوړي کړي، چي دکرکیټ په نړۍ کي د نوموړي پر روښانه راتلونکي دلالت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x