ټولنیزه برخه

خداي ج مهربانه دی «د بزګر او بادار تر منځ لنده کیسه!»

عبيدالله پټان

یو بزګر له یو مالداره سره بزګرۍ شروع کړه. شپی او ورځې دي تیریږي او بزګر چي ډیر صادق ريښتيني او د ښو اخلاقو څښتن وو. او خپل کار به یی په ډیره صادقانه توګه کولو او مالدار هم ورنه تر ډیره راضی وو. ددواړو تر مابين ژوند دی تیریږي… د بزګر زیات وخت تیر شو خو ده دا خپل د کار مالک یا دا مالدار په عبادت کولو تر اوسه نه دی لیدلې ‌. بله ورځ یی له ځان سره دا هوډ وکړ چي یا به کار پریږدی او یا به هم دا مالدار په عبادت کولو را بولي.

وروسته نو بزګر به چي کله د الله تعالې عبادت کاوه نو له بادار نه به یی هم د عبادت کولو غوښتنه کوله چي راشه د الله ج عبادت وکړه او لمونځ وکړه خپله غاړه دی خلاصه کړه.

مالدار به ورته ویل چي ته مو پریږده !

الله تعالې مهربانه دي……..

هر ځل به چي مالداره ته دی بزګر له طرفه د عبادت کولو دعوت کیده د مالدار سړي ځواب به معلوم وو.

ته مو اوس پریږده! خداي ج مهربانه دي…..

او همیشه به یي همدا یوه خبره کوله چي خداي ج مهربانه دی……

وخت دی تیریږي د غنمو د کښت کولو وخت راورسید بادار خپل بزګر ته امر وکړو چي سبا ته به په پلانكي ځاې که غنم کښت کړي!

بزګر ورته وویل: په سترګو ولي نه بزګر لاس په کار شو تر څو تخمونه سره آماده کړي. بزګر د غنمو پر ځاي د جوارو تخم يوړو او کښت یی کړ او راغي بادار ورته وویل غنم د کښت کړل! بزګر وویل: هو

څه موده وخت تیر شو او مالداره بزګر ته وویل راځه چي هغه غنم وګورو چي څنګه به شوي وي. بزګر ورته وویل: راځه او روان شول کله چي هلته ورسیدل مالداره ګوري چي د غنمو پر ځاي جوار راپورته دي. او ویی ویل: دا خو جوار دي او بزګر ته په قهر شو ورته یی وویل چي ما تاته نه وو ویلي چي غنم کښت کړه. نو تا بیا ولي جوار کښت کړي.

بزګر ورته وویل چي خداي ج مهربان دي……

غنم به شي.

مالدار ورته وویل: چي خداي ج خو زه هم وایم چي مهربان دي خو داسي نه چي ته جوار کښت کړي او بیا ورنه غنم غواړي.

بزګر ورته وویل چي ټول عمر مي درته ویل چي راشه لمونځ وکړه راشه عبادت وکړه تا به ویل چي خداي ج مهربان دي…..

نو ته هم د ځان لپاره یو څه کښت کړه چي الله ج یي تاته حاصل درکړي.

ګرانو مسلمانانو وروڼـو دوه ورځې ژوند دي زیات کوښښ وکړي چي د خپل آخرت لپاره يوه څه کښت کړي تر څو مو حاصل ګل او ګلزار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x