شعـــــرونه

ما له تانه بيلوي

هاشم سادات

ما کلک اونسیه یاره ما لتانه بیلوې
راغلي یو طوفان دې مونږ جانانه بیلوې

خدایه هغه چاته هم د مینې درد ښکاره کړه
د مینې خوږ اشنا چه څوک له چانه بیلوې

نن بیا یو مسافر دکوره سرې سترګې رخصت شو
غربت یی په سلګو د مورله خوانه نه بیلوې

تیاره ده را روانه د مغرب د لورې راغله
بچی زمونږ د علم د رڼا نه بیلوې

چه ما او تا جانانه د یوبل سره خوشحال یو
رقیب به نو بیا څنګه تا ځما نه بیلوي

ښکاریږي داسړي لکه د عشق مرض کښ ګیر دي
یواځي وي خوشحال ځان له دنیانه بیلوي

هاشمه ګوره پام کوه دهوکه دي چرته نکړي
رقیب دي په چل ول له خوږ اشنا نه بیلوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x