شعـــــرونه

غزل/تپاند زهاد

تپاند زهاد

اخ ټوله شپه مي بهیدلې له رخساره اوښکي
ستا په تصویر راڅڅیدلې ترسهاره اوښکي

دخیال په ړنګه دنیاګۍ کي دي انځور جوړوم
نور وس مي نشته تویومه ستا لپاره اوشکي

سپیره ګردونه مي جانانه تل پرمخ پراته وي
سلګۍ مي واخلي چي روان سم ستا په لاره اوښکي

د زړه په تل کي دي یادګار د میني پټ ساتمه
هیربه دي نه کړم که هرڅو مي سي بیزاره اوښکي

آه ټوله شپه ستورو ستا غم راسره ولمانځلو
ماچي ژړل دوې هم ژړل تلې تر مزاره اوښکي

چي ما و تا به تل دهسک چنارتر سیوري ناست و
اوس چي ته نه یی را تویږي له چناره اوښکي

که مي جانان راڅه قبولي کړي نوډیربه ښه وي
(تپاندزُهاد) وروړم په لپه کي تریاره اوښکي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x