افغانستان د ډیمکراسۍ په لمبو کښي« اتمه برخه»

 سیف الرحمن رحماني

۳ـــ خپل مصنوعات په اوچتو نرخونو پلورل:

په اسلامي هیوادونو کي د صلیبیانو له پلوه د ډیموکراسۍ د نظام له پلي کولو څخه درېیمه موخه په اسلامي هیوادونو کي د خپلو مصنوعاتو په اوچتو نرخونو پلورل دي. په داسي ډول چي د اسلامي هیوادونو مصنوعات له رکود سره مخامخ کړي او د خپلو د لالانو په ذریعه د خپلو مصنوعاتو ستاینه کوي او داسي مواصفات یې بیانوي، چي هغه په اسلامي مصنوعات کي نه وي، چي له همدې لامله په مارکیټونو کي عوام د غربیانو مصنوعاتو پېرو دلو ته ترجیح ورکولي شي لکه چي همدا نن سبا کتلی شي په اسلامي هیوادونو کي مارکېټونه له صلیبي او یهودي مصنوعاتو څخه مملو دی، چي ښه بیلګه یې د ډنمارک اسلام دښمنه صلیبي هیواد خوراکي مصنوعات دي، چي په ګردو اسلامي هیوادونو کي او بیا په ځانګړې توګه په عربي هیوادونو او نورو اسلامي هیوادونو کي لکه پاکستان، ایران او نورو کي د ډنمارک د یو سل او شل (۱۲۰) کمپنیو مصنوعات لکه ملپیک، ملایي، کوچ، بېسکوټ، درمل او نور په خورا اوچته بیه پلورل کیږي چي په دې توګه د کپیټالیزم له اصل سره سم د مارکېټ انحصار د خپلو مصنوعاتو په عرضه کولو سره کوي، بیا نو دوی په خپل ټاکلي نرخ سره خپل مصنوعات پلوري.

۴ـــ په وروسته پاتې هیوادونو کي خپله فاضله سرمایه لګول:

څلورمه موخه یې د ډیموکراسۍ له پلي کولو څخه د افغانستان په څېر په وروسته پاتي اسلامي هیوادونو کي داده، چي خپل فاضله پانګه ولګوي. په داسي ډول، چي تجارتخانې پکي جوړوي، سهامي شرکتونه او سپکي او درنې صنعتي کارخاني پکي جوړوي، لوی لوی هوټلونه لکه انټر کانټېننټل هوټل، سپین غر هوټل او داسي نور پکي جوړوي، څو د خپلي لګولې سرمایې څوچنده پکي وګټي او مصنوعات په اوچته شرح پکي وپلوري، ګوډاګي ډیموکراټیک حکومتونه خپلو مؤمنو هیوادوالو ته وایې: دوی زموږ د هیواد د ابادولو او صنعتي کولو لپاره خپلي سرمایې زموږ په هیواد کښي لګوي. په داسي حال کې چې کپيټالیستان په خپلو سر مایې لګولو سره اسلامي هیوادونه په غربت مبتلا کوي او له همدغو کمپنیو څخه لاسته راوړې سرمایه خپلو هیوادونو ته لیږدوي، په یوه وروسته پاتې هیواد کښي د دوی له سرمایه لګولو څخه اسلامي هیوادونو ته صرف داګټه وي، چي د ځمکي اجاره یا بیه ورکوي، دویم دا چي په صنعتي کمپنیو، هوټلونو، دتېلو ټانګونو او درمل پلورلو په نمایندګیو بشري قوه لکه ډاکتران، انجینران او نور کار کوونکي د هماغه وروسته پاتې اسلامي هیوادونو وي، چي د مزدورانو په توګه کار پکي کوي.

۵ـــ ټولنه فاسِدول:

پينځم هدف یې په اسلامي هیوادونو کښي د اسلامي ملتونو فاسدول دي. په داسي ډول، چي د حمیده اخلاقو پر ځای د رذیله اخلاقو ترویجول دي، څو اسلامي ټولني هم د خپلو صلیبي ټولنو په څیر د اخلاقي جرایمو په بویګن ډنډ کي له سر څخه تر پښو پوري ډوبه کړي، له ښېګړو او نیکو چارو کولو څخه یې منحرف کړي، او په شیطاني لارو چارو یې برابر کړي، ځکه چي د ډیموکراسۍ مزاج او پنج همداسي دی او اساس یې پر فساد کېښودل شوی دی، بیا په خاصه توګه د امریکا د ډیموکراسۍ نظام چي د پراګماتیزم منفعت طلبۍ او پلوټو کراسۍ د بډایانو په واکمنۍ ولاړ دی او د بشري تاریخ په اوږدو کي مترفین او بډایان په ټولنه کي د فساد له خپرولو پرته نور هیڅ کړي نه دي.

نور بیا……

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د