نظــر

افغانستان به تل خپلواك وي

افغانستان د افغانانو كور دى، په دې كور كې، چې هر څوك اوسيږي هغه افغان دى. داسې ويل، چې:
افغانستاني يم؛ خو افغان نه يم، سړى له حيرانۍ سره مخ كوي.
زه نه پوهيږم، چې  دا فكر له كومه پيدا شوى او كوم ميكروب دا افغان تفكر مغشوشوي؛ خو زياتره متفكرين  په دې ټينگار كوي، چې په افغانستان كې  هر اوسيدونكى افغان دى.
زه حيران يم، چې يو جناب د افغانستان په ملي شورا كې د افغانانو په استازيتوب كښيني او خپلو موكلينو له خوا، چې افغانان دي د افغانستان په گټه خبرې كوي؛ خو ځان دې له افغان پرته بل څه  تصور كوي.

حيراني دلته ده، چې د دوى په مغزو كې دا  شى  چا پيدا كړى او د چا له خوا د دوى په فكر كې دا مفكوره پېچكاري شوې او چا دا هڅه كړې، چې دوى وغولوي او داسې خيالات ورباندې ومني، چې داسې متضادو افكارو ته لبيك ووايي او داسې څه پرې ومني، چې د امكان په حدودو كې ځاى نه لري.
دا څنگه كيداى شي، چې يو څوك دې د تباه كوونكي مكروب په شان د افغانستان د دنگې ماڼۍ  په بنسټ كې په تخريبي عمل لگيا وي او د دغې ماڼۍ د ړنگولو لپاره دې كار كوي او بيا دې هم د افغانانو استازيتوب كوي او د هغو په گټه دې گام پورته كوي.
“افغان ځان” ميرويس خان نيكه، چې افغانستان يې د ايران له استعماري منگولو ژغورلى دغه تش په نامه افغان په پردي هېواد پلورل شوى بولي او وايي:
“كه چېرې په تاسې كې داسې وگړي هم وي، چې هغوئ د آزادۍ په دې ستر نعمت چې لوى څښتن را په برخه كړى دى خوشحاله نه وي؛ نو هغوى دې ځانونه څرگند كړي هيڅوك به ور سره غرض نه كوي داسې خلك بې له شكه د دې آزاد رياست له پولو بهر د پرديو د مظالمو او غلامۍ زنځير په غاړه اچولى شي”.
د ميرويس نيكه دغه خطاب له گرگين څخه د خلاصون په موخه جوړې شوې لويې جرگې ته، چې ټول افغان قومونه د هزاروو په گډون په كې ول  وړاندې شو. په دې لويه جرگه كې له ځانه پردي شوي مرتبانونه هم شته ول او نه يې غوښتل، چې د پردۍ غلامۍ له غاړكۍ پرته ژوند وكړي. لكه اوس، چې زمونږ ځينې گاونډ دولتونه غواړي، چې په افغانستان كې دې امن راشي او افغانان دې د دوى له واكه پرته ثبات لرونكى حكومت ولري او يو پر پښو ولاړ افغانستان دې رامنځته شي.
په كونړ، نورستان او زرنج كې د گاونډ دولتونو پوځي سرچينې پر سرحدي سيمو توغندي توغوي او ځايي اوسيدونكي يې دومره په عذاب كړي، چې ان د كورونو پريښودلو ته اړ شوي او دا كار د دغو ولايتونو واليانو هم تائيد كړى؛ خو هغوى، چې ځانونه رښتيني افغانان بولي د گاونډ دولتونو دغه عمل غندي او ان په ډاگه د دغه عمل په وړاندې خپل عملي چمتووالى ښيي، چې تېري كوونكي په شا وتمبوي.
جرگه، ملي جرگه او لويه جرگه د افغانانو ملي دود دى او پر هغه هم  دغه ملي عنعنه ښه نه لگيږي، چې ځان افغان نه بولي؛ خو دې ته شين ناست دي، چې ځان افغانستانى وبولي، افغان نه !
دوى دغه دوه مهم نومونه جلا كوي؛ يو نفې او بل ته د قدر په سترگه گوري. د افغان او افغانستان نومونه د ايران او پاكستان په څير نسبتي (ي) نه غواړي. په افغانستان كې (ستان) او (افغان) بشپړ نومونه دي. كه ستان ترې ليرې شي، افغان پاتې كيږي، چې د افغانانو بشپړ گډ هويتي ارزښت دى. ايران او پاكستان له نسبتي (ي) پرته هويتي ارزښت نه لري او نيمگړي پاتې كيږي.    
 په افغانستان كې، چې هر قوم اوسيږي كه تاجك وي كه ازبك، هزاره، پښتون، ايماق، پشه يي او كه  نورستاني او نور قومونه او قبيلې وي ټول وروڼه دي او په دې خوشحاله دي، چې په يوه ټغر او يوه دسترخوان راټول شي او گډ ژوند وكړي؛ د افغانستان پېښې او ستونزې په گډه حل او خپل واحد او په خپلو پښو دريدلى هېواد وساتي او د احتياج له شپو ورځو تېرولو ځانونه خلاص كړي.
دا زمونږ هيله او بشپړه غوښتنه ده، چې افغانستان به تل خپلواك وي.

قتیل خوږیاڼی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x