شعـــــرونه

غزل/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

وارخطا، وارخطا ګوري لکه څوک
دلته بیا یو څوک راګوري لکه څوک

غرونه، دښتي اوبیابان ورته سنګر ده
تیر تاریخ به یې بیا ګوري لکه څوک

ورشه،ورشه د بابا تپوس دي وکړه
چې په ماتو پښو ښوري لکه څوک

دا وطن مې ټول په وینو ده ساتلي
دا له مانه ولي پلوري؟ لکه څوک

له ادمه! تر دي دمه افغانان یو
مومینان یو، نه سرزوري لکه څوک

ده دي مینې انتها ته چې زه ګورم
دا وطن به مې تل ژغوري لکه څوک

رحماني د اسرافیل شپیلۍ که راشي
دا سپوږمۍ او موږ یې ستوري لکه څوک
ــــــــــــــ
نصیب رحمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x