نظــر

د افغانستان د کشالی علتونه او د روغی او نه روغی طرحی – دوهمه برخه

بسم الله الرحمن الرحیم
  په مخکنی لیکنه کی مو ګرانو وطنوالو ته  زمونږ د ګران هیواد د ناروغیو په هکله مو ورله عمده علتونه او عوامل په ګوته کړی وو  په دی ځل یا په دی لیکنه کی به په هغوطرحو  رڼا واچوو چه ددی ناخوالو اویا ناروغیو  کموالی او یا زیادت  رامنځته کوی:

 لمړی: سپیڅلی جهادی طرحه  

 دا د حق او باطل جګړه د بشری ژوند له اوایلو د ( هابیل او قابیل ) ترمنځ پیل شوی او د عیسی ع اود دجال  په اخری جنګ به ختمیږی چه د حق او باطل په اوله جګړه کی د حق پلوی ( هابیل ) شهید شو ، مګر دحق او باطل په  اخره جګړه  کی د باطل پلوی ( دجال)  وژل کیږی یعنی که باطل د مادی امکاناتو له مخی هر څومره قوی هم  بریښی مګر اخری بریالیتوب د حق په خوا وی . د استثمارګرو سره سوله کول بی معنی اوښکاره  لیونتوب دی د هغوی همده هدف زمونږ  استثمارول او غلامول دی ، دی کار دپاره  جنګونو او ګډوډیو ته اړه وی ، سوله د استثمارګرو د اهدافو په مخالف قطب کی قرار لری ،حقیقی سوله  د دوی د استثمارولو پروسه تخریبوی، دوی د سولی له منځه وړلو د پاره یرغل  او اشغال رامنځته کړی تر هغی چه وسه یی رسیږی سوله نه منی ،حقیقی سوله د دوی حقیقی ناکامی ده ، د دوی سره  سوله محال ،  کم عقلتوب او ښکاره لیونتوب دی .

دوهم : د ځوانانو د حکومت طرحه

 د ټولی نړی عمده ستونزه  هم  داده چه زاړه تل  دسیاسی قدرت لوړپوړی واکداران وی ، کوم چه د حرص او استثمار کچه یی اخری مدارجوته رسیدلی  ،  د عصبانیت له مخی تل د جنګ داوږدالی هڅی لری. زاړه چارواکی که دیوی خوا د لاډيرو استثمارولو د پاره هڅی اووسی لری د قدرت انتقال ته په هیڅ بیه  حاظر نه دی که په ظاهره د خلکو له ویری اود خلکود تیرویستلو د پاره فریب کارانه اماده ګی هم وښیی په ټاکنو کی  له هر دول غداریو او پلمو کار اخلی چه تل په قدرت کی پاتی او یا دنورو سره په فریب کارانه  قدرت کی شریک شی  د دی لاسته راوړنو  د پاره کله هم  مافیاوی بانډونو سره لاس یو کړی  .

 بالمقابل د ځوانانو د حرص او استثمار کچه تر زړو ډیره ښکته ، ابتکار عمل اوابتکار نظر لری ،  کارونه  د نورو پرځای په خپله کوی ، صحت یی تر زړو ښه وی ( روغ فکرپه روغ بدن کی وی ) داسی نور او نور ، که دغه ځوانان له اسلامی پوهه هم  ولری نو د  د حرص کچه به یی ډیره کمه او یا صفر ته تقرب وکړی که دا ځوان د همدی کړنو سره زوړ هم شی حرص به ونه لری . بل د هغوی انرجی او  فکر هم ځوان وی هغوی د ملک د بیا ابادولو ، او د ټولنی د پاره تل د سولی او هوساینی په غم کی وی ،  دا چه په فطری ډول د زړو پر تله ځوانان له مجرمو او مافیه وی ډلو سره کرکه لری بهترین مثال یی همدا د اسلامی امارت د مجاهدینو د اول ځل  حکومتی دوره او د حکومت مخی ته وړل وو ،  د دوی اکثریت ځوانان وو دوی د هماغه زړو جهادی رهبرانو بچی وو د هغو په  مدرسو کی یی  زده کړی تر لاسه کړی وی  ، مګر د هغوی د مظالمو او وحشت په مقابل کی یی پاڅون وکړو ،  هغه زړو ، جهادی رهبرانو ددی پر ځای چه د دغه ځوانانو طالبانو ددی قربانیو ، ابتکارونو  او اسلامی حکومت جوړونی ، ویاړنه او لمانځنه کړی  او شاباسی یی ویلی  او دوی سره یی مرسته کړی وی برخلاف د دوی د منځه وړلو د پاره د نړی وال استعمار سره ملګری شول.

 دغه حریصو زړو غلواو فریب کارانو  ددی پرځای چه  په خپلو بی غیرتیو ، بی کفایتیو  او غیراسلامی کړنو او غلامیو شرم وکړی او الله ج ته د ندامت او شرمساری توبه وباسی د هغه ځوانو مجاهدینو د غیرا سلامی ثابتولو او دهغو د وحشی ښودلو د پاره  وسی او هڅی لری.  تر دی د ډالرو په ټولولو او  خپلولو کی ډوب دی چه  اسلامیت او افغانیت خو پریده د خپل ناموس خیال هم نه ساتی ، نو دداسی حریصو زړو رهبرانو سره د سولی خبری او یا له دوی دا هیله  لرل چه دوی به دی مظلوم او مجاهد اولس ته خدمت وکړی  لیونتوب او نادانی  ده . هغوی ته خپلی خیټی او خپل جیبونه تر اولس ډیر غوره او مخکی دی  د ځوانانو په ژمنو، عقیدو او میړانه  سړی حساب کولی شی.زه نه وایم چه ټول ځوانان مګر ډير ځوانان همداسی دی .

دریم :د لوړپوړو غلو سرمایدارو نورو هیوادو ته لیږل طرحه

زما په نظر، د  دغه زړو سړی خورو ، غلو ، رهزنانو ، پلورل شوو مافیاوو چه هم یی له کفری نړی د خپلی خاوری ، خلکو آو خپلواکی په پلورلو باندی  جیبونه ډک کړل او هم یی  له هغو کافی غلاوی وکړی او له ډیرو فریب کاریو او دسیسو یی ورسره کار واخست ( ولی اشغلګرو سره د پوهی دی غلاوو او فریب کاریو ته  پریښی وو ) تر څو دوی بی وجدانه او بی ایمانه او  بیا یی( که د دوی پالیسی مخکی نه بیایی ) یرغمل   او  هغه د غلا او فریب کاریو دوسیه  ورپسی راوباسی .

 پوښتنه ، خارجی مافیه ( باداران )  ولی دویته د دی غلاوو او فریبکاریو اجازه ورکوی ؟  ځواب : ځکه چه نړیوال استعمار زمونږ هیواد کی د طبقاتی ټولنی جوړولو پلان لری  چه یوه  برخه خلک یی میلونران او نور نهه نوی برخی خلک یی  د ګدایی له خطه ښکته ، بی وزلی او بی وسیو سره ژوند ولری .  ترڅو د دوی غلامان  تل په قدرت کی وی او  د هغو استثماری پالیسی اودهغو ګټی  تر لاسه کړی او خپل  هیواد د هغو په غلامی کی وساتی د بلی خوا دوی د نشه توکو  له قاچاق ،  رشوت  ،د عامه او دولتی ملکیتونو غصبول او داسی نورچه چه له هر څه روپی جوړیږی  لکه د فاحشو ښځو او د لواطت بازی بزنسونه یی هم  ګرم کړی

  که دی لیوانواو د ډالرو لیونیانو ته ( چه هر یو یی اوس بیلونر دی) د همدوی د بادارانو یا نورو ملکونو کی د دایمی ویزو اسانتیاوی رامنځته شی او دوی هلته سرمایه ګذاری وکړی ، خپل بزنسونه پرانیزی ، ښکلی ښکلی کورونه چه د هر ډول ساعتیریو او فحاشیو وسایل پکی مهیا وی  پکی جوړ او د هغه هیوادونو له نورو  بی شمیره عیاشیو او فحاشیو  هم ګته واخلی هم به یی ساعت تیری  او هم به یی د روپو  کچه څو برابره شی  د بزنس تجربه هم لری، او دا سرمایه ګذاری به دهغه ملکونو تولیدات او کارونه هم زیات کړی.

 برخلاف که دا پلورل شوی سرمایداران په  افغانستان کی پاتی وی ، دافغانستان راتلونکی حالات به تر اوسنی حالاتو هم  بدتر شی  لکه د سردار داود په شان به  هم  ځانونه او هم به مونږ د تباهی کنده کی وغورځوی، او ټوله سرمایه به یی  هم  په سیند لاهو شی ،د اخرت پروا خو نه لری .

 که دوی له افغانستان څخه ووځی  زمونږ د ورونو قومونو ترمنځ کومی بی اتفاقیانی چه شتون لری کمی او یا محوه شی ځکه د نفاق اور دوی تازه کووواو تازه کوی یی. نو که  دوی ووځی څه وخت وروسته به دغه دشمنی  چه د ملی او بین لمللی مافیه له خوا رامنځته شوی انشالله ټولی به ختمی شی او  له دوی پلورل شوو  غیره به بی شمیره خوشالی ، سوله او هوساینی  ولری.

څلورم : د بلی موقتی حکومتی  اداری د رامنځته کولو طرحه     

 چه د اشغالګرو قواوو پرځای دی د ملګرو ملتو د نورو هیوادونو قواوی چه زمونږ دهیواد د ټولو اړخونو په خوښه وی زمونږ ګران هیواد ته  بلنه ورکړی شی ، لویه جرګه به موقتی اداره د دوه دری کلونو د پاره انتسابی ټاکی  ،   هغه اداره به د نوو ټاکنو دپاره قوانین تدوین او تصویبوی ، دغه اداره به  د حکومت نوری ټولی عادی چاری هم مخی ته بیا یی تر څو له ټاکنو وروسته د ملت له خوا  ټاکل شوی حکومتی اداره رامنځته شی  .

 د افغانستان د  اوسنی حالاتو د څیړنی له مخی دا طرحه ( که څه معقوله ښکاری ) مګر کیدی شی چه د څه ننګونو او چلینجونو سره مخ شی او هغه دا چه:

 لمړی ـــ امریکا  د نړی په ډیرو هیوادو کی نظامی بیسونه  او کم و زیاد د باداری نفوذ لری . یعنی د هربل هیواد  نظامی قوه به د امریکا په دستور  زمونږ د یوی ډلی په ګټه او د بلی په تاوان عکس العمل لری .

 ‎دوهم ـــ د لوی جرګی  د ټاکلو ستونزی ، چه څرنګه به  زمونږ هیواد کی  بیطرفه ، اهل نظر او اهل عمل  ، پوهه مسلمان  مبتکرین او متقی شخصیتونه په ګوته کړی ، امریکایانو د نظر او عمل شخصیتونه په رشوت اخستلو عادت کړی دریم ـــ د موقتی اداری د پاره  پوهه ، مخلص او بیطرفه شخصیتونه پیدا کول هم لویه ستونزه ده  ځکه  د بیلا بیلو ګروپونو سهمیه په نظر کی نیول   ، کیدی شی  اهل نظر او اهل عمل شخصیتونه کم او یا شتون ونه لری، یا ځینی یی وخته په استعمار پلورل شوی وی

څلورم ـــ ملی او بین المللی مافیه به بیا هڅی لری چه د ډالرو په زور  په نوو نومونو بیا خپل کسان په موقتی اداره کی ننباسی او که د دوی ننوتل پکی ممکن او  متصور نه شی  د ګډوډیو د رامنځته کولو  د پاره  به هر ډول استدلال ، او بهانی لټوی مخلصو ته به د خاینینو خطاب کوی میدیا یی هم په واک کی  بیا به د جنګونو او ګډوډیو لړی پیل شی .

پنځم: د دیموکراسی شیطانی نظام منلو طرحه

که دا اوسنی اداره چه د دیموکراسی قانون ورباندی حاکمیت لری ،ومنو  کومه چه د استعمار اصلی او عمده ارمان او هدف دی د امریکا یا لویدیز مونږ سره نور  دشمنی اومشکل  نه لری دڅه شرایطو په منلو زمونږ مکمل اشغال ته د پای ټکی ږدی  چه څو نظامی بیسونه یی دهغو له شرایطو یو عمده شرط دی ، هغه  بیسونه هم باید ومنو ، که عساکر یی د ملی او بین لمللی اصولو سرغړونه کوی هغوی باداران دی مونږ غلامان نه شو کولی چه بادار عسکر محاکمه کړو ، نور شرایط هم شته چه کرزی صاحب هم تری خبر نه دی مګر امضا شوی دی بل زمونږد دیموکراسی نظام  ساتونکی دی .

 په دی نظام کی به هماغه  ملی مافیه د نومونو په بدلولو واک  لری لنډه دا چه زاړه  سپی به په نوو سپو بدل شی ، طالبانو پسی به کوتکی راواخلو چه څه مړه ، څه یی وشړو  او یا یی د برچی او ډالرو په زور تسلیم کړو ، تسلیم شوو ته یی  حکومت کی سهم ورکړو(د حزب اسلامی ګروپ خو بی له هغی هم  د پل صراط په نازک مزی سفرکی دی یعنی یا به جنت ته تیر  او لا به دوزخ ته لویږی)  .  

شپږم : د فیدرالی حکومت جوړولو طرحه

  د افغانستان د اوسنی حالاتو له څیړنو او قومی کرکو له مخی دا طرحه چه فیدرالی حکومت دی جوړشی د افغانستان  د ویشنی د پاره دمافیه وو تر ټولو خطرناکه طرحه ده .  د دی طرحی په عملی کولو به د څه کم وخت د پاره نسبی چوپوالی رامنځته شی اشغلګر به په ارام ووځی ، دا چه وروسته به څه پیښیږی د هغو ناخوالو پړه به د افغانستان د خپل منځی جنګونو باندی وتپی  د روسانو له ماتی وروسته ناخوالی به بیا تکرار شی له افغانستان څخه به سومالیا جوړه شی یعنی هر زوراور به هر چیری حکومت لری د ګاونډی او کفری هیوادونو له خوا به تمویل او تجهیز کیږی .

اووم :  د اشغلګرو  بی له روغی جوړی وتلو طرحه

روسانو د خپلو شرمیدلو ماتو په اخره کی د اوسنی اشغلګرو او ملګرو ملتونو په مصلحت او پلان  بی له روغی او جوړی  زمونږ له هیواده ووتل ، ځکه اشغلګرو  د افغانستان د بیا اشغالولو نقشه په لاس کی درلودله د کوم له مخی چه زمونږ ګران  هیواد  د یوی بلی  لسیزی د پاره په ډیر خونړی جنګ کی ښکیل شو او زمونږ ټولنیز جوړښتونه یی داسی سره ویجار کړل چه هر قوم د بل سره نهایی اودایمی  دشمنی لری بی شمیره وینی یی  سره توی شوی چه هره ډله دبلی ډلی د منځه وړلو د پاره د اشغلګرو سره ملتیا ته تر جیح ورکوی ترڅو دشمنان یی ورته مړه یا کمزوری کړی همدا د اشغګرو د راتلونکو بریدونو د پاره اوږدمهاله  ستراتیژی او زمونږ دمظلوم اولس د پاره ډیره خطرناکه نقشه وه .

دا طرحه ، فیدرالی طرحی ته ورته صرف دومره توپیر لری چه فډرالی طرحی کی سمدلاسه جنګونه نه پیل کیږی او که پيل هم شی شاید ژر تجزیه رامنځته شی  کیدی شی، په دی طرحه کی چه  اشغالګر بی له روغی جوړی ووځی ، سمدلاسه جنګونه پیل کیږی او دا جنګونه به په هر کلی او کورونو کی وی یعنی د تلفاتو او کرکو کچه یی څو ځلی زیاته ده  هر سړی او هر ګروپ  او یا ټوپک به حکومت کوی ، نه به د چا عزت ، نه به د چا مال او نه به د چا ځان او آیمان خوندی وی د ځنګل قانون به حاکمیت لری یعنی زوراور به په کمزورو حکومت کوی ،  اوسنی پلورل شوی  ایزمیان خو به  د خپلوخواخوږو  بادارانو سره د هغو هیوادونو ته وتشتی او له هغه ځایه به د بادارانو په دستور افغانستان کی د ځنګل قانون حاکم ساتی .

پورتنی ټولی طرحی  د حالاتو څیړنی وی ، دا چه له ۲۰۱۴ ضرب الاجل کال وروسته به کومه طرحه عملی بڼه ونیسی  الله ج پوهیږی اوبس مګر الله ج   تر هغی یوقوم ته بدلون نه ورکوی تر څو چه هغه قوم ځانته  بدلون ورنکړی ، یعنی مونږ باید یوآځی سیل بین پاتی نه شو.

ومن الله التوفیق

الحاج استاذ بیانزی

———

ددې لیکني لومړۍ برخي لپاره دلته کلیک وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x