هلمند : مرکز ته څېرمه امريکايي ځواکونو عمليات پيل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۲، ۱۳۹۵ل): د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي تېره شپه بهرني او داخلي عسکرو په باباجي او نادعلي سيمو کې ګډ پوځي عمليات ترسره کړي.

ځواک طالبانو ته د مرګ ژوبلي تر څنګ د ځينو سيمو د نيولو خبر هم ورکړ.

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي : دا چې بهرني سرتيري د ډېر وخت لپاره دلته نه پاته کيږي نو عمليات يې هم د امنيت د ټيګښت سبب نه شي کېدای.

نن ټکي اسيا ته له سيمي نه يوتن چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي وويل : کله چې بهرني او داخلي عسکر له چورلکو پياده شول ورسره سم د طالبانو له مقاومت سره مخ شول او جګړه لا روانه ده.

طالبان وايي د لشکرګاه او چانجير تر منځ کمربند ته د چورلکو په مټ راغلي عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې او جګړه دوام لري.

وړمه شپه د بست هوايي ميدان ته ۱۰۰ امريکايي سرتيري د مرکز لشکرګاه جګړې کابو کولو په موخه را ورسېدل.

طالب ويندوی قاري يوسف احمدي وايي امريکايان نه شي کولای هملند له طالبانو وژغوري ، دوی بايد دې ټکي ته پام وکړي چې د هلمند جګړه لسګونو زره مسلحو ځواکونو نه کړه کابو نو سل تنه امريکايان به يې څه ډول کابو کړي؟

احمدي زياتوي : په هيواد کې د جګړې اساسي لامل د بهرنيو ځواکونو شتون دی.

د يادوني ده چې د هلمند ـ کندهار لويه لار لا د امنيتي ځواکونو پرمخ تړلې ، امنيتي ځواکونه د لاري خلاصون هڅي کوي خو په وړاندي يې ځمکني ماينونه خنډ دي.

ويل کيږي طالبان د امنيتي سرتيرو هغه عسکر چې د لوي لاري له اوږدو ماينونه ليري کوي په دوربين لرونکو ټوپکو په نښه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د