افغانستان

لشکرګاه : ننۍ جګړه کې امريکايانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۲، ۱۳۹۵ل):د هلمند مرکز لشکرګاه ته څېرمه تېره شپه بهرنيو او کورني سرتيرو ګډ پوځي عمليات پيل کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ جګړه هغه مهال تونده شوه چې ګډ ځواکونه د چورلکو په مټ سيمي ته راوړل شوه.

افغانستان مېشت امريکايي ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي : په ننۍ جګړه کې يو تن امريکايي سرتيري د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې او بل ټپي شوی.

ياد ځواکونه زياتوي سرتيري د سړک پر غاړه د ښخ شوي ماين له امله ټپيان شوي.

د ګډو عملياتو په مهال ۶ تنه داخلي سرتيري هم ژوبل شوي.

طالبانو تر دې دمه د بهرنيو سرتيري د مرګ ژوبلي اړوند څه نه دي ويلي.

افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قوماندان جنرال جون نيکولسن د يادو سرتيري په وژلو او ژوبلېدا خواشيني څرګنده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x