نظــر

شیخ هبة الله اخندزاده سیاسي مفکر، ښه مدير او تکړه فوځي قوماندان

ليکنه ـ بدر منصور

شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده د عبدالستار اخندزاده د زړه ټوټه (زوی) ، د لرغوني کندهار اصلاً د بولدک او بیا د پنجوایي ولسوالۍ د جهادي کورنۍ اوسېدونکی ، ممتاز ديني عالم ، ستر سیاسي مفکر ، غوره قائد ، ښه مدير او تکړه فوځي قوماندان دی. د نېکو اخلاقو ، بې مثاله عاجزۍ ، شجاعت ، تقوا ، زهد او د الهي سپېڅلي حکم (اَشِدَّاءُ عَلَی الْکُفَّارِ رُحَمَاءُ بَیْنَهُمْ) رښتينی مصداق او د هیبتي چهرې خاوند دی ، څه کم پنځوس کاله عمر لري چې د عمر زیاتره برخه یې په جهاد کې تېره کړېده ، ډېر نرم او د حیا ډک مزاج لري ، ښه مقرر دی ، په ټيټ اواز ، د فصاحت نه په ډکه ژبه د ملغلرو په څېر خبري کوي.

شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده د طالبانو د رهبري شوری له خوا د /2016 م کال/ د مئ د میاشتي پر /25/ نېټه د ملا اختر محمد منصور د شهادت څخه څلور ورځي وروسته د امیر المؤمنین په توګه او خلیفة سراج الدین حقاني او مولوي محمد یعقوب یې چې د اسلامي امارت د مؤسس ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله زوی دی د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.

په سیاسي لحاظ د طالبانو لپاره د ستر فاتح ملا اختر محمد منصور رحمة الله علیه شهادت بې ساري غميزه ، یوه ستره ننګونه او پېچلی ازمایښت ؤ ځکه له یوې خوا طالبان د لنډي مودې یعني څو میاشتو په جریان کې دوه ځله د زعامت د خلا سره مخ شوي وه له بلې خوا د طالبانو اسلامي تحریک همهاله د خارجي او داخلي دښمنانو له خوا د میډیا له لاري تر سختو تبليغاتي بریدونو لاندې راغلی ؤ بهرنیو او کورنیو اجیرو رسنیو ، ټلویزونو ، راډیوګانو ، اخبارونو ، جریدو او سوشل میډیا د امريکایانو او افغان حکومت په اشاره د طالبانو تر مينځ د خپل منځي اختلافاتو ، بې اعتمادۍ ، بدنامولو ، د پاکستان په استخباراتي شبکه آی ايس آی پوري تړلو او د طالبانو پر ضد د ولس پاروني او اربکيتوب اورته بې درېغه لمن وهل.

طالبان په دې فکر کې وه چې د مشرتابه او امارت لپاره په سیاسي ، نظامي او فکري لحاظ داسي څوک وټاکي چې د دوی جهادي صف د پخوا په شان متحد وساتي ، د دوی په مینځ کې د راتلونکو احتمالي اختلافاتو او درځونو مخه ډب کړي او د افغانستان په روانه جهادي جګړه کې د امريکایانو ، ناټو او کابل اجيري ادارې سره د مخکنیو اميرانو ملا محمد عمر مجاهد او ملا اختر محمد منصور رحمهما الله په څېر په ميړانه ډغره ووهي. بالاخره د څلورو ورځنیو اوږدو بحثونو ، غونډو او مشورو ورسته یې شیخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده وټاکی.

د هيواد لر او بر او د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه ټولو مؤمنانو ، لویو مشایخو ، علمای کرامو ، مجاهدینو او عامو مسلمانانو ورسره د بیعتونو ، ملاتړ او وفادارۍ لړۍ پیل کړه. د ملا اختر محمد منصور د شهادت او هبة الله اخندزاده د ټاکني سره د امريکا د ولس مشر بارک اوباما ، د ناټو د غړیو هيودونو د مشرانو او افغان حکومت سره نوي هيلي او فکر پیدا شو او پراخو تبليغاتو ته یې هوا ورکړه چې ګواکې طالبانو خپل جګړییز مرال له لاسه ورکړی دی په خاصه توګه هبة الله اخندزاده به د دوی سمه رهبري ونه شي کړای او د جګړې پر ځای به د امريکایانو او افغان ګوډاګي حکومت سره د دوی په خوښه او غوښتنه د سولي او خبرو لاره غوره کړي ، خو هغسي ونه شول.

شیخ هبة الله اخندزاده د ټاکني سره سمدستي په خپل کار شروع وکړه ، د دې پرځای چې په ويډیويې یا اډیویې توګه نړیوالو ، طالبانو ، افغان حکومت او د افغانستان ولس ته خپل دريز څرګند کړي عملاً یې د خپلو مخکنیو رهبرانو لاره تعقيب کړه ، خپل دوه مرستیالان ، علمای کرام ، مشایخ ، سیاستوال ، جهادي قوماندانان ، قلموال او ټول هغه کسان چې د اسلامي امارت سره یې پخوا یعني د ملا محمد عمر مجاهد او ملا اختر محمد منصور رحمهما الله د قیادت پر مهال یوه نوعه کار یا رابطه کوله ، د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د خپلو ما فوقهم په توسط را وغوښتل ، د غمیزو ، تشویشونو او په خپل مينځ کې د خبرو او اختلافونو پر ځای یې ورته د صبر ، استقامت ، توکل علی الله ، جهاد ، اتحاد او د ماته خوړلي دښمنانو فریبونو او شیطاني دسيسو ته د ښه توجه ، ويښتیا او شنډېدا توصیه وکړه ، د دوی مرالونه یې د دښمن په وړاندې لوړ وساتل او د ټول هیواد مجاهدین یې په مربوطه سيمو کې د بهرنیو اشغالګرو او ګوډاګیانو په وړاندې خپلو نظامي دندو او اهدافو ته رهبري او متوجه کړل.

هغه کسان چې د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات څخه وروسته یا د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د شهادت څخه وروسته ناراضه شوي وه یا د ناسم فکر ، بدګمانۍ ، بې اعتمادۍ او منفي تبليغاتو په خاطر پر ځای کښينستلي او د جهاد مقدسه لاره یې پرېیښې وه ، د اسلامي غوره سیاست ، نېکو اخلاقو او قناعت بخش حکمت له مخي وپوهول ، د دښمن د پټو او ښکاره دسيسو په اړه یې اګاهي او قناعت ورکړ او د اسلامي او ملي مکلفیت او جهادي فريضې د اداکولو په موخه یې د جګړې په ډګر کې په مناسبو دندو وګومارل.

دا چې طالبان په لنډ وخت کې د لویو حوادثو ، غميزو او د بېلا بېلو داخلي او خارجي اړخونو له خوا د سختو سیاسي او اقتصادي بنديزونو او فشارونو سره مخ شوي وه او د دښمنانو له خوا د ميډیایي تبليغاتو په مټ تر ځپونکو بريدونو لاندې راغلي وه ، نو د دوی لپاره په کار وه چې هغه څه وکړي چې د موجوده خلا او سیاسي بحران لپاره جبران شي او داسي پلانونه تر کار لاندې ونيسي چې د طالبانو تحريک خپل اصلي او پخواني حیثیت او معتبرۍ ته ستون کړي ، او د نړیوالو او افغان حکومت توجه د یوه ځواک په توګه ځان ته جلب کړي.

شیخ هبة الله اخندزاده همهاله د شهيد ملا اختر محمد منصور د سیاسي پاليسۍ په تعقيب د افغانستان د شمالي او جنوبي ټولو ولایاتو مجاهدين په ډېره ماهرانه طريقه د وسلو او نظامي مهماتو او وسایطو له اړخه په کاپي اندازه اکمال ، سمبال او د دښمن په وړاندې یې لویو ، استراتژيکو او مهمو اهدافو ته متوجه کړل ، ده د افغانستان په ټولو شمالي او جنوبي ولایاتو کې د پلازمېني کابل په شمول د خپلو ملګرو توجه د وړو او غیر مهمو اهدافو څخه د خارجیانو او داخلیانو لویو بېسونو ، مرکزونو ، ولسوالیو او ولایتونو ته واړول ، چې په دې وروستیو کې یې لسګونه بېسونه ، ولسوالئ او دوه ولایتونه یعني کندوز او هلمند د سقوط د ستر ګواښ سره مخ کړل.

شیخ هبة الله اخندزاده خپله بهرنۍ سیاسي پاليسي او د افغان حکومت سره د سولي مذاکرات په قطر هیواد کې خپل سیاسي دفتر ته چې د افغان طالبانو استازيتوب کوي حواله کړل او د دفتر کار کوونکي استازي یې پر مناسبو وظیفو وګومارل. شیخ هبة الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې مجاهدینو ته امر کړی وو چې په هغو سیمو کې چې د دوی په واک کې دي د عام ولس سره ښه سلوک او د دوی د سر او مال ساتنه وکړي او د عام المنفعه ځایونو لکه زېربناوي ، مدرسه ، مسجد ، مکتب ، سړک او پول درناوی وکړي.

شیخ هبة الله اخندزاده د شهید منصور صاحب د سیاسي پلان په تعقيب د خپلو ملګرو فوځي او نظامي روزني او سمبال ته زیاته توجه وکړه ، د هيواد په بېلا بېلو مفتوحه سيمو کې یې لوی فوځي روزنتونونه جوړ کړل او خپل زیاتره ملګري یې په عصري فوځي کمانډویې روزنه سمبال او تجهیز کړل او د دښمن په وړاندې یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې په عملیاتو بوخت کړل.

شیخ هبة الله اخندزاده د طالبانو په وحدت صف او د پخوانیو طالبانو او زړو مجاهدينو په پخلاینه او راټولېدو کې مهم رول ولوباوه ، هغوی ته یې د بېلا بېلو مجالسو ، غونډو او تماسونو له لاري تر اوږدو دعوتي بحثونو او خبرو وروسته قناعت ورکړ ، په امارت کې دننه یې ځای ورکړ او د خارجي یرغلګرو او داخلي اجيرانو پر وړاندې یې په جهادي جګړه کې په بېلا بېلو جبهاتو کې ځای پر ځای کړل ، چې وروستي یې د شهيد ملا دادالله رهبر د کورنۍ ، ملا باز محمد چې څه موده وړاندې د ملا رسول چې د طالبانو پر ضد یې فعالیت کاوه مرستیال وو او انوار الحق مجاهد چې د پخواني مجاهد محمد یونس خالص زوی او ځای ناستی دی ملاتړ او بیعتونه دي. د طالبانو په اند شیخ هبة الله اخندزاده د دوئ لپاره د مخکنیو رهبرانو په څېر یو سیاسي ، نظامي ، فوځي او شرعي قائد او د عصر لوی امپراطور دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زاهدالله

په دې کې هیڅ شک نشته چې ناټو جمع امریکا افغانستان ته د اسلام او مسلمانانو ځپلو په مفکوره راعلی دي خو د اسلام ساتنه الله ج په خپله کوي او د هغو مسلمانانو ساتنه به ونکړي چې د امریکا په ډالرو تربیه شوی دی، چې بیلګه ېې درته وایم یو وخت په پیښور کې اوسیدم ځینی ملګري مې په صدر کې یوه مدرسه کې د قران پاک تجوید کولو کله کله به یې پوښتنې ته ورتلم د مدرسې مسؤلینو څخه به مې دا خبره زیاته اوریده چې په افغانستان کې جهاد فرض عین ده که هر څوک مخې ته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x