taliban-logo

طالبانو د ډیلي بېسټ ورځپاڼې وروستی راپور په سختو ټکیو غندلی

نن ټکی آسیا:  طالبانو په ډيلي بېسټ ورځپاڼې کې د دوی په اړه وروستی خپور شوی راپور له غرضه ډک اقدام او تش پروپاګند بللی.

په دغه راپور کې چې تېره ورځ په ډیلي بېسټ ورځپاڼه کې خپور شوی، راغلي چې ګواکې د طالبانو د رهبري شورا یوه لس کسیزه ډله د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د د دوی د معتمد تجار په کور کې سره کښېنستلي او په کابل کې د سولې عالي شورا سره د مذاکراتو  په چمتووالي بوخت دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې له لارې چې څو شیبې وړاندې يې نن ټکي آسیا ویب پاڼې ته را استولې، دغه اوازه سوچ دروغ او یوه استخباراتي کړنه بللې.

په اعلامیه کې د ډيلي بېسټ ویب پاڼې په ادارې سخته نیوکه شوې، چې همېشه یې د طالبانو په باب ناسم ،له پروپاګنده ډک او غیر موثق راپورونه نشر کړي .  دوی د داسې کړنو ترسره کول د خپل دښمن له لورې د استخباراتي جګړې یو جز او د ټولو رسنیزو پرنسيپونو او اصولو په خلاف عمل یاد کړی او له ټولو داخلي او نړیوالو رسنیو یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د اسلامي امارت په باب د نامعلومو او بې ادرسو کسانو د معلوماتو له خپرولو ډډه وکړې او پر ځای دې يې د دوی له رسمي ویندویانو او  یا هم شهامت ویب پاڼې څخه استفاده وکړي.

دا هم د اعلامیې بشپړ متن :

د ډيلي بيسټ ورځپاڼې دبې اساسه راپور په اړه داسلامی امارت دویاند څرګندوې

 تيره ورځ ډيلي بيسټ مشکوکې ورځپاڼې چې تر ډيره شومې استخباراتي موخې تعقيبوي اومشهور استخباراتي اجنټان يي په رأس کې کارکوي ، داسلامی امارت په اړه يو سوچه دروغ او له واقعيته لرې پروپاګند آميزه راپور خپور کړ چې پکي ويلي شوي وو داسلامی امارت ځينو مشرانو دپاکستان هيواد په اسلام آبادکې غونډه وکړه دسولې په اړه يي تمايل وښود او داسي نورې افتراوي …………. موږ دغه راپور سر ترپايه ردوو ، هغه خبرې چې دډيلي بيسټ ورځپاڼې يي يادونه کړې داسلامی امارت له پاليسۍ او کړنلارو سره متضاد شيان دي ، همدا راز د اسلامي امارت دمشرانو ترمنځ داختلاف ټکي هم د ورځپاڼې خپل شیطانت او تبليغاتي ماموريت ده چي په اصل کې هیڅ حقیقت نلري ، موږ له رسنيو نه هيله کوو چې ددغه راز پروپاګندو په خپراوي کې چې اصلا واقعيت نلري او داستخباراتي ماموريتونو برخه وی خورا محتاط ووسي ، موږ دخپلو خپرونو لپاره رسمي ویندیان او رسمۍ ويب پاڼه لرو چې که زموږ په اړه څوک معلومات غواړي له همدغو مشروع لارو څخه يي تر لاسه کولای شي ، ولي دهرچا خبرې داسلامی امارت پورې تړل او دنامعلوم اشخاصو له آدرسه افتراوي خپرول دټولو رسنیزو اصولو پرخلاف او زموږ په وړاندي له شخصي کينې نه ډک عمل ده چې دځينو معلومو اشخاصو خپل ذاتۍ تمايل بلل کيږي او بايد ازادې رسنۍ ځان پکي ملوث نکړي ،ددي خبري یادونه هم ضروري ده چې ډلي بيسټ ورځپاڼه تل دخپلو پروپاګندو دپخولو لپاره دذبیح الله نوم اتسعمالوي ، تر څو یې خلکو ته ښکاره کې چي ګو یا دا زه (داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یم) ،خو حقیقت دا دی چې نه ما له دې ورځپا ڼې سره خبرې کړې دي او نه هم په دي نامه داسلامي امارت په لیکو کې بل دا سې مسئول شته چې له دوی سره دې خبرې وکړي
 . ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی
 ۱۴۳۴/۱۲/۲۹هـ ق ۱۳۹۲/۸/۱۲هـ ش ــ 2013/11/3م

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د