ISRA MUDALLAL

فلسطین: د حماس اسلام پالي ډلي خپل رسمي ویانده ځوانه پيغله وټاکل

نن ټکی آسیا: په فلسطین کي د حماس اسلام پالي ډلي د لومړي ځل لپاره خپل د ګوند او حکومت په نامه ویانده ځوانه پيغله ټاکلی، تر څو د غربي رسنیو سره په انګریزي ژبه تماس ونیسي، او هغوی ته خپل د حکومت موقف روښانه کړي.

دغه پیغله چي اسراء المدلل نومیږي، ددې تر مخه یې د الکتاب په نامه په یو فلسطیني تلویزوني چینل کي کار کوه، نوموړي خپل د نوې دندې په اړه د فرانس پریس اژانس ته ویلي: زه لومړۍ میرمن یم چي په غزه کي د حکومت له خوا راته رسما په انګریزي ژبه د ویاندۍ دنده سپارل شوې،

زما به دا هدف وي چي په غربي او اسرائيلي رسنیو کي د فلسطین د ولس او حکومت انځور بدل کړم، او ددې دندې لپاره به زه یو دقیقه او ثابته تګلاره جوړه کړم.

نوې ویاندي المدلل چي عمر یې ۲۳ کاله دی، وړاندي ویلي: زه به خپل په مرکو او ویناوو کي پر دپلوماسي، سیاسي او انساني جوانبو ډیر ترکیز کوم، ځکه چي په بهرنیو او اسرائيلي رسنیو کي دیني اړخ ذکر کول هغوی ته دومره اهمیت نه لري.
او زیاته یې کړه چي نن به د حماس د حکومت له لوري خپل د صلاحیتونو په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړم، که ماته حکومت اجازه وکړي نو د اسرائيلي رسنیو سره به هم اړیکي ټینګي کړم، او خپل د حکومت موقف به ورته واضحه کړم.

باید وویل شي د حماس ډله په غزه کي خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چي د اسرائيلي رسنیو سره کار وکړي او یا دهغوی سره اړیکي ونیسي.

میرمن اسراء المدلل وویل: غربي رسنۍ اوس په دې پوه شوي چي اسرائيلي رسنۍ تر دوی غلط او تحریف شوي معلومات رسوي، او مونږ باید ددې موقع څخه په استفادې د هغوی دوه مخي نوره هم رسوا کړو.

د آغلي اسراء المدلل په اړه ویل کیږي چي د ژورنالیزم او میډیا د پوهنتون څخه په غزه کي فارغه شوي، او ډیر وخت په لندن کي اوسیدلې، او د غربي رسنیو او ثقافت سره ښه بلده ده.

د حماس ډلي د حکومت ویاند (ایهاب الغصین) ویلي چي په انګریزي ژبه د نوې ښځینه ویاندي ټاکل کیدل ددې لپاره تر سره شول تر څو په غربي رسنیو کي د حماس د ډلي په خلاف زهر جنو تبلیغاتو ته جواب وویل شي، او د غزې د حکومت رسمي موقف په ښه توګه تر هغوی ورسیږي، او همداسي په حکومت کي دننه ځوانانو او ښځو ته ډیر ځای او حصه ورکړه شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د