شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

ستر تاریخ به د تاریخ پر مخ لیکم زه ورځم
نن به بیا د بابا تورې شرنګوم زه ورځم

راغلی تورتمونه په موږ کوي ظلمونه
دا کږې خُلې یې په سوک ور سموم زه ورځم

میدان ته د فرعون سرې لښکري را وتلي
په څپو کې یې د نیل را سره وړم زه ورځم

ښکاريږي چې مرال یې نور له لاسه ورکړی
بس دا پاته حوصلې ور ختموم زه ورځم

که خداي کول د تیښتي ځان ته لار لټوي نن
که و نو به یې په سر سر ټکوم زه ورځم

زموږ د ژوند ډیره برخه دې خزان رانه یؤړه
خو بهار نن وعده کړې چې درځم زه ورځم

چې راتلونکی وي ګلزار په آزاده فِضا کې
اې فتحانه حماسې را پاروم زه ورځم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x