
داسي خلګ/ عبدالناصر جهادمل
عبدالناصر جهادمل
سرونه چي ایښي تل په دار دي داسي خلګ
د سرولمبو و غیږ ته انتـظار دي داسـي خلګ
لوبیـــــږي د اورو سـره مدام د ســـــر په بیه
عادت لري لاهم خمار، خمــار دي داسي خلګ
چي ستا د دوښــمنی ارمان یې دلته و راوړی
لمن کي د اورونو را حیــصار دي داسـي خلک
د ســتورو د لـښــکر سره جګــړه ده د مغرورو
راغلي دي ناکام نن په چــیغار دي داسي خلګ
راوړي چي فکرونه د خـــدائي دي کومو خلګو
د جنګه اوس دتیښتي په تلوار دي داسي خلګ
دیدن ته چي یې حوري تر سنګره پوري راشي
لښکر د امارت کي هم بې شمار دي داسي خلګ
لښکري د شیطان چي لا اوس هم ترېنه لړ زیږي
صفو کښي منـــظم قطار قــطار دي داسي خلګ
بیا به جهــادمل د غرو ســـرو کـــښي پلټنه کړم
چیري چي بارودو کي ســــینګار دي داسي خلګ