د حکیم الله محسود وژنه د پاکستان لپاره په مذاکراتو برید که سوړ عید!

حکیم الله محسود چي د بیت الله تر شهادت ورسته په ۲۲ اګست ۲۰۰۹م د تحریک طالبان پاکستان امیر وټاکل شو په خپلو ملګرو کښی د ډیر تکړه او زړور قومندان په توګه شهرت درلود، د بیت الله د امارت په وخت کښی نوموړي په خیبر او اورکزو ایجنسيو کښی د جنګ مشري په غاړه درلوده چي په هغه وخت کښي یي (د پوځ په اعتراف) پاکستاني ځواکونو ته ډیر ځاني او مالي  تلفات وراړولي ؤو، د ۲۰۰۸ او نهم کال د پیښور او خیبر ایجنسي په سیمو کښي د ناټو په اکمالاتي کاروانونو هغه ستر بریدونه هم حکیم الله ته منسوبیږي

او تر ټولو مهم  خو په ۲۰۰۷ کال د وزیرستان په سیمه کښی هغه تبادله وه چي د حکیم الله په لاس برمته شوي ۳۰۰ پاکستاني فوځیانو او افسرانو په مقابل کښي ترسره شوه چي د پاکستاني طالبانو تر څنګ افغاني بندیان هم پکښي آزاد شول، دا هغه څه ؤو چي حکیم الله محسود یي د مشري تر مخه په تحریک او د باندی هم ښه مطرح کړي ؤو.

د تحریک طالبان پاکستان د امیر په توګه د ټاکل کیدو وروسته حکیم الله په مستقله توګه د پاکستان او غربي مطبوعاتو د توجه وړ وګرځیدو او د خپل امارت په ۴ کلنه موده کښي په داخل او خارج کي د لسګونو مهمو پیښو په تر سره کولو سره خپله ډله په نړیواله توګه مطرح او د توجه وړ وګرځوله، خو پدي ورستیو دوه میاشتو کښي مطبوعاتو د حکومت او طالبانو تر منځ  د مذاکراتو بحث هم ښه تود کړي ؤو، او په خلکو کښي یی هم د روغي جوړي په اړه نوي امیدونه را پیدا کړي ؤو، خو د حکومت لخوا د بیانونو پرته کوم بل اقدام وانخیستل شو،
او د طالبانو دا موقف څو ځله منځ ته راغی چي زمونږ سره مذاکرات مطبوعاتو شروع کړي نه حکومت، همداسی مرموز حالات تیرېدل چی  بلاخره حکومت اعلان وکړ یو درې کسیزه پلاوی به د شنبی (۲ نومبر 2013) په ورځ میران شاه ته سفر وکړي او د طالبانو سره به یو لړ مهم مسایل مطرح کړي خو په ډیر تعجب سره د دغه پلاوي تر رسیدو یو ورځ تر مخه د طالبانو د تحریک مشر حکیم الله محسود د پاکستان په حریم کښي دننه د امریکایی ډرون بي رحمه میزایل سره ملاقي شو او په شهادت ورسید. انا لله و انا الیه راجعون.
دا چي حکیم الله محسود ولي د نرم ګوني پلاوي ترمخه د مرګوني پلاوي سره مخامخ شو؟

ښايی د ډیرو په نزد به مختلف جوابونه ولري خو زما په نظر لاندي عوامل یي بنیادي اسباب کیدلاي شي.

۱. د امریکا لپاره خو د حکیم الله محسود وژنه په هر وخت او هر حالت کښي مطلوبه وه هغه که د مذاکراتو عمل جریان ولري او که نه، پاکستان حکومت تري وغواړي او که يي منع کړي، ځکه چي محسود د القاعده سره نژدې او پیاوړي اړیکي درلودې، د امریکا خلاف د ډیرو بریدونو مسؤولیت یی په غاړه وو،او د وژلو پایله یي نارامي او افراتفري پیدا کوي چي دا حالت هم امریکا د ځان لپاره ګټور بولي.

۲. د پاکستان نظامیان د طالبانو سره په مذاکراتو خوښ نه وو خو د سیاسیانو د اکثریت موافق نظر په وجه یی خاموشي اختیار کړې وه، داسي موقع دوي هیڅکله دلاسه نه ورکوي چي د طالبانو د نابودي سبب وګرځي، او د طالبانو په تحريک کښی د امير حیثیت خورا مهم او تشه یی دروند تاوان له ځانه سره لري.

۳. حکیم الله محسود د طالبانو د امیر په حیث هم خو د خپل شخصي سابقې او کړنو په توګه هیڅکله د پاکستان لپاره د زغملو وړنه ؤو، چي دده د شهادت وروسته د پاکستان سیاسي او نظامي کارپوهانو له څرګندونو څخه دا حقیقت په ښه توګه معلومیدلاي شي.

۴. پدي وروستیو کښي د طالبانو لخوا د پاکستاني جنرال وژنه هم د دې سبب شوه چي د نرمو او ګرمو خبرو تر چتر لاندی دې طالبانو ته یو مرګوني ګزار ورکړ شي.

۵. د دې کار په تر سره کولو سره په دواړو لوریو کښي موجود د هغه خلکو مخه ټپ کول هم  مطلب وو چي د مذاکراتو خواهش لري او روغه جوړه غواړي.

د حکیم الله محسود وژنه به د پاکستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او ګرم اختر واي که دا د مذاکراتو غوغا نه واي، اوس ځکه هم دغه اختر سوړ سوړ غوندی ښکاري چي سیاسي خلک یی د مذاکرې شنډول بولي او غندنه یي کوي خو یوه لویه ډله او مقتدر خلک یي اوس هم لویه کامیابي بولي او د خوشحالۍ نه په جامو کښي نه ځاییږي او بعضي خو یي د امریکا احسان بولي چي د دوي د دښمن په وژلو کښی یې ورسره مرسته وکړه، زما په نظر  همدغه د پاکستان اصلي موقف دی او دا نور هسي سیاسي بیانونه دي چی مطلب ترينه د ډرون بریدونو غندل دي نه د حکیم الله محسود و‌ژنه.

لیکوال: ابو حدیر

کالم: توره لیکل کوي

ایمیل: abuhudair2@gmail.com