نړۍ

ايټاليا : خونړۍ زلزلې سيمي کنډواله کړي او درنه مرګ ژوبله يې را منځته کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږی ۳، ۱۳۹۵ل):د ايټاليا چارواکي وايي د هيواد په مرکزي نقطه کې يې سختي زلزلي ۳۷ تنه وژلي ، ۱۵۰ تنه نادرکه او زياتي سيمي په کنډوالو بدلي شوي دي.

د اماتريس ښاروال وايي : دا سيمه په زلزله کې تر ټولو ډېره ځپل شوې او نيم ښار له منځه تللی.

دريختر په کچه زلزله ۶.۲ درجې ښودل شوې ، د روم له ۶۵ ميله ليري په شمال ختيځ کې شوې او تر ۲۰ ثانيو پوري يې د پلازميني ودانۍ هم خوځولي.

د چارواکو په وينا اوس مهال له کنډوالو نه د انسانانو را ايستل دوام لري او د مرګ ژوبلي کچه امکان شته نوره هم لوړه شي.

کېدای شي په راتلونکو ساعتونو کې ايټاليا د زلزلې نور ټکانونه هم وويني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x