نظــر

امریکایی بخت

که امریکا کې میشت وګړو ژوند ته ځیر شو نو مونږ به دې ته فکر شي چې هلته نه خو ټولنه شته نه کورنۍ ، هیڅ داسې اصول نشته چې غربیان دې ورته ژمن اوسې او نه هم داسې خاص قید قانون شته چې د ټولنې د وګړو کړه وړه وڅاري غربې ټولنه کې افراط او تفریط له خپل حده تر اوښتو هم اوښتی ده خو حکومت یې بیا په همدې ګډوډۍ کې خپله بقا ویني.

رښتیاهم چې دډیموکراتیک نظام بقا یواځې په همدې کې ده چې عام ولس له هرڅه ناخبره یواځې په خپلو خواهشاتو کې ورک کړي ،

خبره د افغانستان ده دلته امریکا ته د رسیدو دپاره که نر وې نو یا به له دینه تیریږې او یا به هم داسې غربې دود چې په افغانې ټولنه کې یې یادول د شرم وړ وي تر سره کوې که ښځه وې نو تنها د (طلوع کفر) تلویزیون په ستاره پروګرام کې ګډون بسیا کوي .

دلته ټول ناخبره دیوې خبرې چغي وهي چې تحصیل او تحصیل خو د (څه قسم ) نه یاده نه کوې همدا لامل ده چې مونږ ددې په ځای چې پياوړي مخترع ساینس دانان ولرو نو بدبختانه چې داسې ونه شول او ډیموکراسۍ پروفیسر نعمت سادات وزیږاوه .

که مو تنها ژوند په خطر کې وای نو کله به مو هم دومره څه نه وه ویلې لکه اوس یې چې وایو اوس خو زمونږ کلتور زمونږ دین زمونږ مذهب زمونږ کلی زمونږ هر څه تر حملې لاندې دي، دلته که پرون عبد الرحمن مرتد شو او یا هم نن سادات په همجنسبازۍ ویاړې ددې خبرې اصل داده چې راغلي یرغلګر همدا غواړي همدا یې ارمان ده چې زمونږ خاوري ته یې راوړی او دا ارمان به که خدای کول ګور ته یوسي .

د امریکایي بخت تر لاسه کول ډیر ګران او د ژوند له قیمته هم سخت دي خو ځینو ته بیا بې بها په لاس ورځي که دې خپل دین خپل وطن او تاریخ سره مینه وه نو بیا یې په اړه تصور کول هم درته نه بښونکي جنایت ښکاري او که دې په دې د معنویاتو په نامه څه نه لرل نو دا بخت درته یوه پیدا کړې خزانه ښکاري .

خلیل الله ایوبي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x