
کابل کې پر امريکايي پوهنتون له چاودني وروسته ډزي رواني دي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږی ۳، ۱۳۹۵ل): د کابل ښار دارالامان سيمې په شپږمه امنيتي حوزه کې په امريکايي پوهنتون کې له چاودنې وروسته ډزې پيل شوي دي.
د کابل امنيتي مسوولين وايي، چې له چاودنې وروسته سرتيري بريدګر پوهنتون ته ننوتي او ډزې يې پيل کړي دي.
د مسعود حسيني په نوم د امريکايي پوهنتون يو محصل په خپل ټويټر پيغام له امنيتي ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې، چې د دوی ژوند وژغوري.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.
ياد بريد داسي مهال تر سره کيږي چې کابو دوې هفتې وړاندي د امريکايي پوهنتون دوه استادان چې يو يې امريکايي او بل د اسټراليا هيواد وو د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شول.
لا د مرګ ژوبلي اړوند کره خبرونه نشته خو ويل کيږي د اسوشیټېد پرېس خبریال د کابل ښار د نن ماښام چاودنه کې زخمي شوی.
د کره معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا تعقيب کړئ!