د نن سرلیکنه

افغانستان څوک خطر ناک کوي ؟

نن ټکی اسيا سر مقاله : په هلمند ولایت کې د دووتنو امریکايي پوځیانو تر وژل کیدو وروسته د امريکا د دفاع وزير اشټن کارټرد یادې پیښې په غبرګون کې وویل چې افغانستان لاهم خطرناکه سيمه ده.

دغه دوه تنه امریکايي عسکر وروسته تر هغه په هلمند کې ووژل شول چې پنټاګون یوه سل کسیزه ډله تازه نفسه پوځیان په هلمند کې د داخلي ځواکونو د حمایت په پلمه نوي ځای پرځای کړل.

په افغانستان باندې د امریکایانو تر یرغل وروسته د ټول هیواد په کچه ډیر بهرني په تیره انګلیسي او امریکايي پوځیان په هلمند کې ځای پر ځای ول چې له هغه سره سره هلمند ولایت د ټول هیواد په کچه تر ټولو نا آرام او تر بل هرځای ډیرشمیر بهرني عسکر هماغلته ووژل شول.

امریکايي پوځي ماهرینوهم دا حقیقت درک کړی چې په هلمند ولایت کې د افغانستان په کچه تر ټولو ډیر خارجي او داخلي ځواکونه ځای پرځای او د هغه باوجود په یاد ولایت کې د تیرو ۱۵ کلونو په بهیر کې یوه ورځ هم جګړه نه ده دریدلې.

خو امریکایانو پردغه واقعیت سر بیره د روانې اونۍ په پیل کې هلمند ولایت ته ۱۰۰ تنه پوځیان د کومکي ځواکونو په پلمه ولیږل تر څو په یاد ولایت کې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو مخه ونیسي.

اوس پوښتنه داده چې په تیرو ۱۵ کلونو کې چې لسګونو زره امریکايي او برتانوي ځواکونو هلته د طالبانو د پرمختګ مخه ډب نه کړای شوه دغه ۱۰۰ تنه پوځیان به یې څرنګه ډب کړي؟

واضح خبره ده چې امریکایانو دغه سل کسیزه ډله پوځیان هلمند ته د جګړې د توند ولو په خاطر ورلیږلي، نه هلته د جګړې د مخنیوي او پایته رسولو په خاطر.

ځکه دوی پوهیږي چې طالبان د خپلې جګړې مشروعیت همدا خارجي اشغال توجیه کوي او د هیواد په هر ګوټ کې چې ترهر نامه لاندې خارجي قواوي ځاي پر ځای کیږي هلته طالبانو ته له بهرنیانو سره د مقاومت مجوز په لاس ورځي او په مقابل کې يې خپلو پوځي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

لهذا ویلای شو چې امریکایان په لوی لاس غواړي د خپل اشغال په دوام سره افغانستان لا خطر ناک وګرځوي ، داسې خطر ناک چې تر بل هرچا وړاندې لومړنۍ ککرۍ د دوی ورکې خاورې کیږي چې د هلمند وروستۍ پیښه يي یوه ژوندۍ بیلګه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

بعضی کسان داسۍ تبصیری کوی چی ګواګی امریکایان دی جګړی لمن ته اور وهې. دا خبره یو څه حقیقت لرې. لیکن دغه داخلی منافقین دی چی دغی پروسې ته یی لاره هواره کړی ده. که دغه غلامان له دی کار څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ه ‌‌‌‌‌‌ډه وکړی نو امریکایان به بیا دخپل ټول وقت سره په ګوندو شی. همدا اوس په هلمند کښی هره ورځ په لسګونو افغان بچیان وژل کیژي. همدا اوس باید دا په نوم حکومت ټولی جبهی همدغه امریکایانو ته پریژدی. او خپله پرشاه شی کله چی امریکا دخپل ګتو له پاره اور بلویی نو باید همدا امریکایی په دیی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x